لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه، د افغانانو هیلې او د هوکړې د عملي کېدو کچه څه ده؟


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې افغان صدر اشرف غني سره ولیدل
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې افغان صدر اشرف غني سره ولیدل

د شاوخوا د دوو لسیزو جګړو وروسته تېر کال په همدې ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، چې د جګړو څخه ستړو افغانانو یې تود هر کالی وکړ او د هر افغان سره په هیواد کې د دایمي سولې هیلې پیدا شوې.

خو د یو کال په تیریدو وروسته افغانان وايي د سولې امیدونه یې په اوبو لاهو شوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل سره سم جګړو او هدفي وژنو زور واخیسته او د افغانانو خپلمنځي، د سولې پروسه هم د ستونزو سره مخ ده.

سیاسي څیړونکي او د ولسې جرګې غړي وایي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک کیدو څخه د افغان ملت تمه دا وه چې په سمدیستي ډول به د اوربند یا اورکم او بیا به د سولې د تامین سبب شی خو له بده مرغه چې، د جګړې په شان د سولې هڅو هم تحمیلي او بهرنی اړخ درلود.

د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن ویلي واشنګټن د طالبانو سره شوې معاهدې ته بیا کتنه کوي
د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن ویلي واشنګټن د طالبانو سره شوې معاهدې ته بیا کتنه کوي

په ورته وخت کې امریکا د افغان سولې پروسې د بیا پیلولو لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې سفرونو په لړ کې کابل ته را رسیدلی او د افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.

د سولې هوکړه لاسلیک کېدو نه پس امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم ژمنې وکړې او د دغې هوکړې اساسي برخې دا وې چې په څوارلسو میاشتو کې به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او طالبان به د افغانستان خاوره د امریکا او د متحدینو پر وړاندې نه استعمالیږي او همدا شان د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو د خلاصون او د بین الافغاني خبرو د پیل یادونه هم پکې شوې وه.

د دغې هوکړې د لاسلیک کیدو څخه پوره یو کال تیر شو، اوس پوښتنه دا ده چې د یو کال په تیریدو سره دواړو غاړو څومره په دغې هوکړې عمل کړی او د یو کال په تیریدو، د دې هوکړې له لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې په برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او د افغانانو هیلې څه وې؟

په افغانستان کې د سیاسي چارو څیړونکي وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک کیدو څخه د افغان ملت تمه دا وه چې په سمدیستي ډول به د اوربند یا اورکم او وروسته د سولې د تامین سبب شي.

څېړونکي وايي د امیدونو برعکس د امریکې او طالبانو د لوظنامې وروسته په افغانستان کې د تشدد کچه نه ده کمه شوي
څېړونکي وايي د امیدونو برعکس د امریکې او طالبانو د لوظنامې وروسته په افغانستان کې د تشدد کچه نه ده کمه شوي

سیاسي کارپوه ارشاد رغاند وایي چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې ته د افغانانو هیلې ډیرې وې خو طالبانو دغه هوکړه نقض کړه.

ښاغلی رغاند د دوحې د هوکړې اصلي نقض کونکي طالبان بولي او زیاتوي چې طالبانو د سولې لپاره عملي کامونه ندي اخیستي یا هم د دوی بهرنیو ملاتړو دې ته پرې نه ښودل چې د سولې هوکړه عملي کړي ښاغلی رغاند وایي"د طالبانو او امریکا د سولې تړون څخه د افغان ملت تمه دا وه چې په سمدستي ډول اوربند یا اورکم او وروسته د سولې تامین سبب شي خو له بده مرغه چې زمونږ د جګړې په شان د سولې هڅو هم تحمیلي او بهرنی اړخ درلود او دغه اړخ تر ټولو ډیر قوي او حتاَ د رهبري په سطحه کې معلومیده په همدې وجه طالبانو یا خپله د سولې لپاره عملي ګامونه وانه خیستل یا بهرنیو ملاتړو یي دغه کار ته پرینښودل په دې اساس د دوحې تړون اصلي ملامتي د وسلوالو طالبانو په غاړه ده دوحې تړون دا وښوده چې د افغان سولې بهیر خورا پیچلی دی بهرنیان ورسره پروژيي او دې خپلو ګټو له مخې ورسره برخورد کوي دوی ته ددغه بهیر مشرۍ سپارل یوه ستونزه ده چې ددې باید تجربه واخیستل شي."

زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني بردار د سولې هوکړه په قطر کې لاس لیک کړه
زلمي خلیلزاد او د طالبانو مرکچي ملا عبدالغني بردار د سولې هوکړه په قطر کې لاس لیک کړه

رغاند دا هم وایي چې سره لدې چې د دوحې هوکړه نقض شوي ده خو دغې هوکړې دا وښوده چې د افغان سولې بهیر ډیر پیچلی دی او بهرنیان ورسره پروژیي او د خپلو ګټو له مخې برخورد کوي.

ښاغلي رغاند د چا نوم ښودلو پرته وویل چې دوی ته د سولې بهیر د مشرۍ سپارل یوه ستونزه ده چې باید تجربه ترې واخیستل شي.

رغاند د ټولو افغاني لورو څخه غوښتنه وکړه چې پکار ده چې د دغې پروسې د بریالي کیدو لپاره په یوه نوي ملي او افغاني دید ټول لوري سره راټول شي او سولې د خبرې بریالۍ کړي.

په همدې موخه د افغان سولې پروسې د بیا پیلولو لپاره خپل د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر وتلی چې د دغو سفرونو پیل یې کابل ته کړی.

ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره لیدلي دي او خلیلزاد د دې کتنې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې "دوحه کې د افغان سولې پر پروسې، د امریکا پر اوسنۍ بیا کتنې او راتلونکو ګامونو وغږېدو."هغه دا هم ویلي دي چې "موږ په زر تر زره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې خبرو د ګنړندي کیدو په تړاو خپله غوښتنه تکرار کړه."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد به د دغه سفر پر مهال افغانستان کې د حکومت له چارواکو او قطر کې د طالبانو له استازو سر تر کتنې وروسته د سیمې هغو هیوادونو ته هم ولاړ شي چې ګټې یې د افغانستان په ائینده او عادلانه سیاسي هوکړې او دایمي اوربند کې نغښتې دي."

د جو بایډن په اداره کې د افغانستان د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد لومړی سفر په حال کې دی چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر بیا کتنې لاندې ده او په دوحه کې هم د سولې خبرې په ورو روانې دي.

خو په افغانستان کې د جګړې سنګرونه ګرم دي او د تاوتریخوالي کچه پورته تللي ده.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازو هم د نورو عادې خلکو په څېر د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کیدو تمې درلودې چې یوې سرتاسري سولې ته به ورسیږي خو ولې دا هیلي یې پوره نشوې.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی سید حسن پکتیاوال وایي چې د یو کال په تیریدو سره تاوتریخوالی او جګړې زیاتې شوې او هیڅ لوري د یادې مهمې قضیې د حل په هڅه کې نه دی ورځ تر بلې مشکلات زیاتیږي، خو نوموړی لا هم هیله مند دی چې د سولې روان مذاکرات یوې مثبتې پایلې لرونکي نتیجه ته ورسیږي ښاغلي پکتیاوال زیاتوي"د طالبانو او امریکا ترمنځ چې د سولې تړون یو کال پخوا امضا شو د افغانستان خلک ددې لپاره خوشبین وو چې یوې سرتاسري سولې ته به رسیږو خو ولې په تاسف سره باید ووایو چې د یو کال په تیریدو سره خشونت او جګړې زیاتې شوې او هیڅ لوري دیادې مهمې قضیې حل هڅه کې نه دی ورځ تر بلې مشکلات زیاتیږي خو هیله لرم چې د سولې روان مذاکرات یوې پایلې لرونکي نتیجه ته ورسیږي"

افغان حکومت هم د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې نه عملي کولو تور په طالبانو ور اچوي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ تیره ورځ رسنیو ته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي ؤ،" افغانانو چې د دوحې له تړونه د سولې او امنیت اړوند کوم توقعات لرل، نه یې دي ترلاسه کړي، دغه تړون تر اوسه یوازې له امریکا سره اوربند یقیني کړی، له افغانانو سره اوس هم یوازې د طالب رابطه یوازې تر قتله محدوده ده، په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی."

خو طالبان بیا دا نه مني او د دوحې هوکړې ته خپله ژمتیا ښیي

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي دوی له افغان خاورې د امریکا او د هغوی د متحدینو پر ضد د نه کارونې تر څنګ تاوتریخوالی کم کړی.

په ښارونو او لویو پوځي مرکزونو یې بریدونه نه دي کړي چې په خبره یې دا خپله څرګندوي چې پر کړو ژمنو ولاړ دي.

هغه د پاتې بندیانو د نه خوشې کېدو او همدا راز د دغې ډلې د مشرانو د تور لیست نه د نوم پر نه لیرې کېدو نیوکه کوي او په بشپړه توګه د هوکړې پر عملې کېدو ټینګار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG