لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د پاکستان په شمول د ۱۴ ملکونو د داعش وسله وال نیول شوي


د کال ۲۰۱۹ په دې تصویر کې د داعش خراسان هغه وسله وال لېدل کېږي چې په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسلیم شوي وو
د کال ۲۰۱۹ په دې تصویر کې د داعش خراسان هغه وسله وال لېدل کېږي چې په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسلیم شوي وو

افغان مامورینو ویلي د پاکستان په شمول د ۱۴ هغو ملکونو سره به رابطه کوي او پوښتنه به ترې کوي چې د دوی شهریانو سره یې څه وکړي چې د داعش خراسان ډلې په صفونو کې جنګېدل او په افغانستان کې نیول شوي دي.

د افغانستان د استخباراتي ادارې ملي امنیت مشر ویلي احمدضا سراج دا هفته وویل افغان حکومت غواړي چې د داعش وسله والو د مسلې د قبولولو وړ حل راویستل شي.

په افغانستان کې د نیول شویو داعش وسله والو په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرو کې سراج وویل د داعش په ۲۹۹ نیول شویو وسله والو کې ۲۰۸ پاکستانیان دي. هغه وویل د داعش په صفونو کې جنګېدوونکي ۶۰ فیصد وسله وال د پاکستان شهریان دي.

د داعش خراسان څانګې په نیول شویو وسله والو کې د ډلې یو مشر اسلم فاروقي د پاکستان دی او هغه به د طالبانو د مشر په په بدل کې پاکستان ته سپاري. سراج وویل اسلم فاروقي به په دوه اړخیزه تبادله کې پاکستان ته ورکوي. "کله چې پاکستان مونږ ته ځینې طالب مشران راکړي، نو مونږ بیا پې سوچ کوو."

د وي او ای رپورټ وايي فاروقي تېر کال د اپرېل په میاشت کې په کندهار کې نیول شوی و او د دې میاشت په شروع کې پاکستان د افغانستان نه وغوښتل چې فاروقي دې ورته ورکړي.

د پاکستان خارجه وزارت د فاروقي په اړه په خپل بیان کې وویل چې هغه په افغانستان کې د پاکستان صد هلوځلو کې ککړ و نو ځکه دې د نورو تحقیقاتو دپاره پاکستان ته وسپارل شي.

څېړونکي وايي د داعش خراسان زیاتره غړي د تحریک طالبان پاکستان نه جدا شوي وسله وال دي چې په کال ۲۰۱۵ کې د داعش د جوړېدو نه پس په دې ډله کې شامل شوي دي.

د پاکستان په شمول د داعش خراسان ۴۰۸ وسله وال د افغانستان په ولکه کې دي چې پکې ۱۷۳ مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. د پاکستان د ۲۹۹ شهریانو ترڅنګ د داعش په نورو خارجي وسله والو کې د ۳۷ د ازبکستان، ۱۶ د چین، ۱۳ د تاجکستان، ۱۲ د قرغزستان، پنځه د روس، پنځه د اردن، پنځه د انډونیشیا، څلور د هندوستان، څلور د ایران، درې د ترکي، دوه د بنګله دېش او دوه د مالیپ دي.

افغان حکومت وايي د داعش خراسان د وسله والو نه علاوه ۳۰۹ افغان شهریان یې هم نیولي دي چې د القاعده او د نورو وسله والو ډلو غړي وو.

د افغان استخباراتو پخوانی چارواکی عبدالوحید طاقت وايي د داعش خارجي وسله وال خپلو ملکونو ته ورکول به یو پېچیده قانوني عمل وي او دغه ملکونه خپل شهریان بېرته اخیستلو ته راضي کولو دپاره به ممکنه ده چې کابل د نړیوالو ادارې مرسته وغواړي. هغه وي او ای ته وویل افغانستان د زیاترو دغو ملکونو سره د ترهګرو د تبادلې یا د ورکولو څه معاهدې نلري.

رویټزر خبري اداره وايي په کال ۲۰۱۵ کې افغان حکومت یو مشېر ویغور وسله وال چین ته ورکړي وو په دې خاطر چې چین به پاکستان قانع کړي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راکښ کړي.

طاقت وايي د خارجي وسله والو په اړه د افغان حکومت اعلان څرګندوي چې په افغانستان کې اوس هم وسله وال مرکزونه لري او د خارجي ځواکونو د انخلا نه پس به دا د افغانستان دپاره لوی خطر وي. هغه زیاته کړه د امریکايي عسکرو د انخلا نه پس به دغه وسله د افغانستان د امن او ثبات دپاره لوی خطرات راولاړوي.

د امریکې صدر جوبایډن د اعلان سره سم امریکايي ځواکونه به د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې افغانستان د اتخلا عمل سر ته ورسوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د داعش خراسان څانګه په کال ۲۰۱۵ کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو او په شمالي پاکستان کې جوړه شوي وه او په ورستي وختونو کې ځینې اهم مشران وژل شوي او ځینې سیمې ترې بېرته اخیستل شوي دي.

خو د زیان باوجود، ملګرو ملتونو تېر کال په خپل يو رپورټ کې وویل داعش خراسان په افغانستان کې د دوه زره نه زیات وسله وال او د حملو صلاحیت لري.

یادونه: دا خبر د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره خبریال روشن نورزي تیار کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG