لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عبدالله د افغان انتخابي کمېشن د کوم اعلان نه مخکې په ټاکنو کې بریا اعلان کړې


افغان صدر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د خپلواکه انتخابي کمېشن د واضحه هدایاتو باوجود په افغانستان کې په صدارتي انتخاباتو کې د موجوده صدر اشرف غني حریف او د ملي یوالي حکومت اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله په صدارتي انتخاباتو کې د بریا دعوه وکړه.

خپلواکه انتخابي کمېشن وايي د نتېجو اعلان (گټه تاوان) اختیار یوازې د کمېشن سره دی.

د افغانستان د انتخابي کمېشن ترجمان ذبیح الله سادات د وي او ای ډیوه خبریال نصیر احمد کاکړ ته وویل چې د رایو د شمیر بهیر پېل شوی دی او کمېشن به په ټاکل شوي وخت نتېجې اعلان کړي.

ښاغلي سادات د امیدوارانو څخه غوښتنه وکړه چې د نتېجو د اعلان دنده کمېشن ته پرېږدي. "زمونږ غوښتنه د ټولو محترمو نوماندانو څخه دغه ده چې دوي د ټاکنو کمسیون خپلواکۍ ته هم درنښت وکړي."

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم نن د افغانستان په صدارتي انتخابانو کې گډون کونکو کانډیډانو او رای اچونکو باندې غږ کړی و چې د الیکشن په نتیجو د وخت نه مخکې اندازو او گنگوسو نه دې ډډه وکړي.

د سټیټ ډپارټمنټ ویاند وویل "په داسې حال کې چې د خپلواکه انتخابي کمېشن د منل شویو نتیجو د اعلان لپاره انتظار کېږي نو مونږ د دواړو کانډیډانو او رای اچونکو ته وایو چې د نتیجو په اړه د مخکې نه فیصله ونکړي."

عبدالله عبدالله د گل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د خالي، شنبې، په ورځ شويو صدارتي انتخاباتو کې یې تر ټولو زیاتې رای ترلاسه کړې دي.

ښاغلي عبدالله پخوا هم په تېرو صدارتي انتخابونو ې د نتیجو وړاندې د بریا اعلان کړی و او اختلافات دومره سنگین شوي وو چې د هغه وخت د امریکې خارجه وزیر جان کېري پکې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ مفاهمت وکړو او د ملي یوالي حکومت پرځای کړی شو چې عبدالله عبدالله ته پکې د اجرائیي ریئس چوکۍ ورکړی شوه.

په انتخاباتو کې د صدر اشرف غني مرستیال امرالله صالح د وي او ای او اشنا څانگې سره خبرو کې د خپلې بریا دعوه وکړه او وېي وېل چې ټاکنې هغه گټلي او ٦٠ فیصد رای یې اخیستلې دي. خو د امرالله صالح خبره هم د انتخابي کمېشن د رسمي اعلان نه وړاندې کړې ده.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي په افغانستان کې د رایو د شمېرنې عمل اوږد وي. د لرې پرتو سیمو څخه د ووټونو صندوقونو انتقال وخت اخلي او مواصلاتي کرښې هم په ځینو سیمو کې قوي نه دي.

د صدارتي انتخاباتو په ابتدايي نتېجو کې به څو هفتې وخت لگي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي د غیر حکومتي اټکلونو ترمخه، د افغانستان په صدارتي انتخاباتو کې د خلکو د شرکت شرح په تاریخي کچه ټیټه وه او د وي او ای خبریالانو په کابل او په نورو سیمو کې ولیدل چې د رایو اچونو مرکزونه او د ووټونه صندوقونه زیاتره خالي وو.

د طالبانو دړکې، په امیدوارانو د خلکو بې باوري او دا تشویش چې ایا د انتخابات به سر ته ورسېږي هم او که نا؟ ځینې علتونه وو چې د په ووټونو کې د خلکو د گډون شمېره کمه وه، د وي او ای انگریزۍ څانگې په خپل رپورټ کې وویل.

XS
SM
MD
LG