لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل وايي افغانستان دې د انساني حقونو نیول شوي دوه کاروکونکي ازاد کړي


دواړه کارکونکي په هغو پلټونو کې شامل وو چې د مدني ټولنې فعالانو پکې ماشومانو سره د جنسي تېري ١٠٠ وډیوگانې ترلاسه کړې وې او وېل کېدل چې ځینې ماشومان پکې وژل شوي هم وو. د تحقیقاتو وروسته وویل شوي وو چې د جنسي تېري کونکو په ډله کې د سکول استاذان او د ولاتي حکومت چارواکو شامل وو
دواړه کارکونکي په هغو پلټونو کې شامل وو چې د مدني ټولنې فعالانو پکې ماشومانو سره د جنسي تېري ١٠٠ وډیوگانې ترلاسه کړې وې او وېل کېدل چې ځینې ماشومان پکې وژل شوي هم وو. د تحقیقاتو وروسته وویل شوي وو چې د جنسي تېري کونکو په ډله کې د سکول استاذان او د ولاتي حکومت چارواکو شامل وو

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په افغانستان غږ کړی دی چې د انساني حقونو هغه دوه کارکونکي دې ازاد کړي چې د هغه مشکوک کسانو ډله یې رابرسیره کړې ده چې د سلگونو په شمېره کې د سکول په ماشومانو د جنسي تېري الزامات پرې لگول شوي دي.

اېمنسټي انټرنېشنل په خپل بیان کې وویل د افغانستان استخباراتي ادارې یا ملي امنیت موسا محمودي او احسان الله حامدي په غېرقانونه توگه په لوگر ولایت کې بندوان کړي دي. په ماشومانو د جنسي تېري الزامات هم په لوگر کې مخې ته راغلي دي.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل د انساني حقونو دواړه کارکونکي په کابل کې د یورپین یونین، پورپي اتحاد، سفیر سره د ملاقات دپاره په سفر وو چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ملي امنیت مامورینو ونیول.

افغان حکومت او نه هم د افغانستان ملي امنیت په دې اړه خپل دریځ څرگند کړی دی.

د جنوبي ایشیا د چارو دپاره د اېمنسټي انټرنېشنل مسؤلې سمیرا حامدي وویل پکار خو دا وه د جرمونو خلاف د اواز په پورته کولو د دغو کارکونکو ستاینه شوی وی خو داسې ښکاري چې دوی ته سزا ورکول کیږي. مېرمن حامدي وویل په ماشومانو تیریو کې ککړ کسان باید چې ونیول شي او د قانون سره سم سلوک ورسره وکړی شي.

د افغانستان صدر حامد کرزي په کابل کې د وینا په مهال وویل که چېرې احسان الله حامدي او موسا محمودي ملي امنیت نیولي وي نو پکار ده ازاد کړی شي.

د ښاغلي حامدي او محمودي خپلوانو ویلي کله چې دواړو د ماشومانو سره د زیاتي کوونکو ډلې په اړه افغان او نړیوالو مطبوعاتو ته مرکې ورکړې نو د لوگر د مامورینو په شمول ورته خلکو گواښونه شروع کړل.

دواړه کارکونکي په هغو پلټونو کې شامل وو چې د مدني ټولنې فعالانو پکې ماشومانو سره د جنسي تېري ١٠٠ وډیوگانې ترلاسه کړې وې او وېل کېدل چې ځینې ماشومان پکې وژل شوي هم وو. د تحقیقاتو وروسته وویل شوي وو چې د جنسي تېري کونکو په ډله کې د سکول استاذان او د ولاتي حکومت چارواکو شامل وو.

مقامي مامورینو او د پارلېمنټ ځینو غړو ویلي د دغو الزاماتو په اړه ویلي وو چې دا پروپگېنډه ده.

د افغانستان د تعلیم وزیر میروېس بلخي تیره هفته په ټوېټر وویل چې د ولایتي چارواکو سره د لیدو ورسته ته یې امر کړی دی چې په ماشومانو د جنسي تیري الزاماتو ته دې په بیړنۍ توگه تحقیقات وشي.

اېمنسټي انټرنېشنل وویل په افغانستان کې د انساني حقونو دفاع کوونکي په انتهايي سختو حالاتو کې کار کوي او حکومتي او غیر حکومتي عناصر ورته دړکې ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG