لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ولسمشرۍ ځیني کاندیدان وايي د اشرف غني د کار وخت سر ته رسیدلی واک دې پرېږدي


د کاندیدانو د شورا غړي او د ولسمشرۍ انتخباتو ته نوماند حنیف اتمر غونډې ته وویل هغه ولسمشر غني دپخواني ولسمشر په توګه پيژني او د ښاغلي غني د حکومت کار یوه میاشت وړاندې پای ته رسیدلی دی
د کاندیدانو د شورا غړي او د ولسمشرۍ انتخباتو ته نوماند حنیف اتمر غونډې ته وویل هغه ولسمشر غني دپخواني ولسمشر په توګه پيژني او د ښاغلي غني د حکومت کار یوه میاشت وړاندې پای ته رسیدلی دی

دافغانستان دولسمشرۍ دکاندیدانو شورا او دهغوی په سلگونو ملاتړو په پلازمینې کابل کې دولسمشر محمد اشرف غني دکارد دوام پرخلاف غونډه وکړه او وايي د ولسمشر غني په څوکۍ پاتې کېدل د قانون خلاف ده.

د مخالف کاندیدانو د ننیو اعتراضونو نه نږدې یوه میاشت وړاندې دافغانستان سترې محکمې په یوه فرمان کې دولسمشر اشرف غني دکارموده دبل ولسمشرترانتخابیدو پورې غځولې او تر بل ولس مشر منتختب کېدو پورې یې د هغه ولسمشر په توگه پاتې کېدل قانوني بللي.

د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دکاندیدانو شورا دا غونډه چې دکابل په غازي سټیډیم کې جوړه شوه وینا کوونکو وویل د ولسمشر غني دکار دوام دقانون خلاف دی.

د کاندیدانو د شورا غړي او د ولسمشرۍ انتخباتو ته نوماند حنیف اتمر غونډې ته وویل هغه ولسمشر غني دپخواني ولسمشر په توګه پيژني او د ښاغلي غني د حکومت کار یوه میاشت وړاندې پای ته رسیدلی دی.

ښاغلي اتمر په دري ژبه کې غونډې ته وویل "مونږ نو دا نامشروع حکومت نه غواړو دا نامشروع حکومت نه شي کولی چې ملت ته دمشروع انتخاباتو زمینه برابره کړي او دا نامشروع حکومت به له هغه مصیبت او ناورین سره چې دولسې جرګې انتخبات یې مخامخ کړل د ولسمشرۍ راتلوونکي ټاکنې به هم له ورته برخلیلک سره مخامخ کړي."

د ذکيه وردګ لخوا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا پریکړه لیک هم د غونډې له ګډون کوونکو سره شریک شو.

په دې پریکړه لیک کې ذکیه وردګ هم اشرف غني د پخواني ولسمشر په نامه یاد کړو او ویې وېل د اشرف غني کاري موده بشپړه شوې او هغه له خپلو صلاحیتونو څخه دقانون خلاف راتلوونکو انتخبات لپاره ګټه اخلي.

خو دولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د حکومت دکار د دوام پرضد د غونډې په غبرګون کې رسنیو ته په یوه ویډیو کې وویل چې د ولسواکۍ نظامونو یو له ځانګړوڅخه دا ده چې ولس وکولی شي چې خپل نظر په واضحه توګه بیان کړي او دوی یې د نظر د دغه څرگندونې هرکلۍ کوي.

ښاغلي مرتضوي وویل "ټولې خبرې واوریدل شوې د دوی په خبرو کې کوم نوی پیغام نه و موجود دا ډول راټولیدنه یوډول له ټاکلي وخت نه مخکې دولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین یو ډول دی او له اړوندو مسئولینو څخه غواړوهغه ډول غوندې چې کمپایني بڼه ولري زیاته توجه وکړي."

د افغانستان د نوي ولسمشر د انتخابولو دپاره ټاکنې د سپټمبر په میاشت کې ټاکل شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG