لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:‌ د ارګ په یو شمیر چارواکو کې د کرونا وایرس پخلی شوی


افغان چارواکو ویلي د افغانستان صدارتي‌ ماڼې یا ارګ په یو شمیر چارواکو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۷۰ کلن ولسمشر اشرف غني د چارواکو سره یواځې د انټرنیټ په لاره تماس نیسي.‌

راېټرز خبري ادارې ته د صحت یو چارواکي ویلي صدارتي ماڼۍ ته لیږل شوي سرکاري لیک کې ویل شوي، د کرونا وایرسه ناروغه شوو چارواکو کې د لومړیو نخښو مالومیدلو وروسته د روانې میاشتې په لومړیو وروځو کې د دوي معاېنې یا ټسټونه شوي‌ دي.‌

د افغانستان د صحت یو چارواکي‌ د خپل نوم نه څرګندولو په شرط خبري‌ ادارې ته ویلي: ٫٫ د یو بل دفتر نه ارګ ته رالیږل شوي لیک یا دستاویز کې د وايرس په وجه د ارګ کسان اغیزمن شوي.٬٬

خبري اداري لیکلي په صدارتي‌ ماڼۍ کې لږ تر لږه په ۲۰ چارواکو کې د وايرس پخلی شوی دی. خو دا اندیښنه یې هم څرګند کړې چې د ناروغانو شمیره زیاتیدی هم شي.‌

٫٫ د ټیسټونو / معاینو د نتیجو راتللو پورې د ارګ ځینو چارواکو په خپلو دفترونو کې کار کوو، نو ځکه دغه ټول کسان او د دوي‌ کورنۍ ټولې قرنطین کړی شوي.٬٬

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي د معاینو وړاندې ځینو کارکونکو ته ویل شوي وو په کور کې پاتې شي او دا مهال د دغه کسانو په خپلو کورو کې د پاتې کیدلو موده درې میاشتې نوره غځول شوې ده.

یوې بلې حکومتي سرچینې راېټرز خبري ادارې ته ویلي صدر اشرف غني وړاندې ویلي وو چې د معدې او ګېډې ځینې ستونزې لري او یواځې د نژدیو کسانو سره ویني او د نورو چارواکو سره ډیر کم لیده کاته کوي او زیاتره په انټرنېټ رابطه کوي.

د کرونا وايرس په اړه ویل کیږي د زیات عمر خلک ډیر زر ناروغه کوي او د مرګونو شمیره یې هم په لوې عمر خلکو کې زیاته ده.‌

افغانستان دا مهال د خوراکي سامانونو او د دوایانو د کمۍ سره هم مخ دی.‌

د خالي/ شنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا وايرس له امله د اغیزمن کسانو شمیر ۹۳۳ ته رسیدلی او ویل کیږي تر دې وخته پورې افغانستان کې د کرونا د لاسه ۳۰ کسان مړه شوي دي.‌خو چارواکو اندیښنه څرګند کړې دغه شمیره سېوا کیدلی شي ځکه په افغانستان کې د کرونا معاینو یا ټسټونو شمیره ډیره کمه ده.‌

د افغانستان د صحت محکمې دا خبردارې هم ورکړی که چرې په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه پورته نه کړل شول نو په هیواد کې په میلینونو خلک د کرونا وایرسه اغیزمند کیدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG