لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو یو چارواکي د بدخشان احتجاج کونکو ته د اعتراضونو ختمولو خبرداری ورکړی


Fasihuddin Fitrat, Taliban Army Chief of Staff
Fasihuddin Fitrat, Taliban Army Chief of Staff

د طالبانو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین ته په یو منسوب شوي غږیز پیغام کې د بدخشان ولایت اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې خپل روان اعتراضونه دې پای ته ورسوي.

قاري فیصح الدین فطرت ته په دغه منسوب شوي غږیز پیغام کې چې د وټس اپ ګروپ له لارې یې په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته استولی هغه ګواښ کړی چې که چیرې دا اعتراض کوونکي خپل لاریونونه پای ته ونه رسوي نو طالبان به هغوی د بغاوت کوونکو په توګه له نورو سیمو څخه دغو ولسوالیو ته د خپلو ځواکونو په استولو سره وځپي.

دغه پېغام د افغانستان د ټیلیګرام په ګډون د ځینو سیمه ییزو رسنیو د یکشنبې/ اتوار په ورځ په اېکس / پخواني ټوېټر هم خپور شوی.

په دغه پېغام کې قاري فصیح الدین ویلي: " ټول مسوولین دې هغوی ته توصیه وکړي ټول مسوولین دې اقدام وکړي توصیه دې ورته وکړي او په عاجل ډول دې ورته توصیه وکړي چې ددې اقدام مخه ونیسي. بیا داسې ونه شي چې خدای نخواسته مونږ مجبور کړي مجاهدین مجبور کړي نور قطعات مجبور کړي چې خدای نخواسته خلکو بغاوت کړی او له هرځای قطعات حرکت وکړي د خلکو د بغاوت د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او حرکت وکړي ".

قاري فیصح الدین فطرت ویلي چې بدخشان ولایت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې یو ارام ولایت په توګه پاتې شوی دی.

هغه ادعا کړې چې د سیمې د اوسیدونکو دا اعتراضونه به د ځوانانو د مرګ ژوبلې پرته بله کومه ګټه ونلري او دا ځکه چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې جدي دی او د طالبانو د مشر فرمان په هرډول چې کیږي تطبیق کوي.

تراوسه د طالبانو د دفاع وزارت قاري فیصح الدین فطرت ته ددغه منسوب شوي غږیز پیغام د کره توب په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه ناوخته مې څلورم (ثور ۱۵) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د بدخشان ولایت په څو ولسوالیو کې ددغولاریونونو علت د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د کوکنارو د کښت له منځه وړل ښودلی دی.

ذبیح الله مجاهد په دې اعلامیه کې ویلي چې یو شمیر کسانو د طالبانو د کوکنارو له منځه وړلو ځواکونو باندې بریدونه کړي چې له امله یې د اعلامیې له مخې خواشینوونکي پیښې رامنځ ته شوي دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:" دا چې د بدخشان ولایت د یو شمیر ولسوالیو په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي. د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پیل شوی ترڅو د بشر ضد دا بوټی او قاچاق یې له منځه لاړ شي او هیڅ سیمه ددې حکم څخه [طالبانو د مشر] مستثنی نه ده. متاسفانه ځینو متخلفینوپه هغو امنیتي ځواکونو چې د کوکنار پر ضد په مبارزه بوخت دي د هجوم په وروړلو سره هڅه کړې او خواشینوونکي پیښې رامنځ ته شوي دي".

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له خوا د بدخشان په ولایت کې د راپورته شویو ستونزو د هوارولو لپاره د قاري فیصح الدین فطرت په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی د هوا د خرابوالي له امله د یکشنبې د ورځې تر غرمې وړاندې دغه ولایت ته نه دی رسیدلی.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا د بدخشان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې ددغه حکومت پر خلاف د لاریونونو وروسته د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی.

درایم او ارګو ولسوالیو کې د اعتراضونو دوام

د بدخشان په ولایت کې ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې ددغه ولایت د درایم په ولسوالۍ کې د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ نښته هغه مهال پیښه شوه چې د سیمې اوسیدونکو د طالبانو امنیتي ځواکونو باندې چې د کوکنارو د کښت په اړولو بوخت وو برید وکړ. ددغه برید په پایله کې یو تن ملکي وګړی هم وژل شوی وو.

د سیمې ییزو رسنیو د راپور له مخې د شنبې په ورځ د بدخشان ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د کوکنارو د کښت له منځه وړلو په سر نښتې شوي چې د رپوټونو له مخې په کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د شنبې په ورځ د ایکس په پاڼه لیکلي چې کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه د طالبانو د مشرفرمان څرګند دی او پولیس یې د تطبیق مکلفیت لري.

‏هغه لیکلي: " په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو په موخه کومه پيښه چې رامنځ ته شوې وه، موږ د دې پيښې په اړه د بدخشان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په ‏اړیکه کې یو او د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د خلکو په همکارۍ دغه ستونزه حل کړي. اوس مهال وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او وضعیت د پولیسو تر کنټرول لاندې دی".

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د نښتو وروسته د رپوټونو له مخې ددغه ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې هم د سیمې د اوسیدونکو او د طالبانو د کوکنارو د کښت له منځه وړلو ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی. ددغو لاریونونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ویديو هم خپرې شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر لاریون کوونکي چې یو تابوت هم ورسره دی د طالبانو په ضد شعارونه ورکوي. په دغه ويډيو کې لاريون کوونکي ادعا کوي چې د طالبانو امنیتي ساتونکي يې کورونو ته ننوتلي اوښځې يې بې ستره شوې دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په بدخشان ولایت کې وضعیت بیرته عادي حالت ته ګرځیدلی دی.

که څه هم په تیرو دوو کلنو کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر مهال د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو سره د بدخشان سربیره په یو شمیر ولایتونو کې نښتې شوي او په کې مرګ ژوبله اوړیدلې ده، خو دا لومړی ځل دی چې د کوکنارو د کښت په سر راپورته شوی جنجال د خلکو د لاریونونو سره مخ شوی او طالبانو حکومت ددغې ستونزې د هوارولو لپاره د یو پلاوي ټاکلو ته اړ شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د کوکنارو د فصل له منځه وړلو خبرونه ورکړي دي.

لاریون کوونکو څخه د طالبانو د مخالفانو ملاتړ

په عین حال کې د طالبانو د حکومت مخالفو ډلو مشرانو د بدخشان په ولایت کې پر ولسي وګړو د طالبانو د ډزو غندنه کړې ده.

د صلاح‌ الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان کې د معترضانو په ځپلو تورن کړي دي او د طالبانو پر وړاندې د سیمې د اوسیدونکو راپورته کیدل یې د طالبانو له خوا د ظلم او تبعیض لامل بللی دی.

همداشان د طالبانو د حکومت مخالفې وسله والې جبهې د ملي مقاومت د جبهې مشر هم په یو ویډیوي پیغام کې چې په ایکس پاڼه یې خپور کړی په بدخشان ولایت کې د سیمې د اوسیدونکو د اعتراضونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

(د وي او ای اشنا په مننه)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG