لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان بنګلدیش ته په کرکټ کې کلکه ماته ورکړه


د افغانستان د ١٩ کلونو د کرکټ لوبډله

د افغانستان د ١٩ کلونو د کریکټ لوبډلې د بنگله دیش ١٩ کلونو د کریکټ لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د هغه سیالۍ دي چې د ۲۰۱۸ کال له ۱۹ کلنۍ څخه د کم عمرو لوبغاړو د نړیوال کپ له سیالیو څخه دمخه جوړې شوې وې وې.

بنګلدیش پچه وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی بېټنګ افغانستان ته پرېږدي.

د افغانستان د کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، افغانستان په ۴۹ اورونو کې ۲۰۸ منډې جوړې کړې چې بنګلدیش دغه هدف ته په رسېدو کې ډیر پاتې راغی او لوبه افغانستان وګټله.

ټاکل شوېده چې له ۱۹ کلنۍ څخه د لږ عمره لوبغاړو د کریکټ د نړیوال کپ سیالۍ به راتلونکې اونۍ په نیوزیلنډ کې پیل شي.

پدغو سیالیو کې به د ۱۶ هېوادونو د کریکټ لوبډلې برخه واخلي چې افغانستان په کې له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره په ډي ګروپ کې لوبې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG