د افغانستان کرکټ ټیم د جمعې په ورځ د هند په لکنوو ښار کې د 2023 کرکټ ورلډ کپ په مېچ کې نېدر لېنډ ته په اووه وېکټو ماتی ورکړو او دا ډول یې سېمي فاینل مقابلو ته د رسېدو امیدونه ژوندي وساتل.
د مېچ وروسته د افغان ټیم کپتان حشمت الله شاهدي وویل ګټه یې د افغان کډوالو په نوم کړي چې دا مهال د پاکستان نه ويستل کېږي.
هغه وویل دا مهال ګڼ شمېر کډوال د مشکلاتو سره مخامخ دي. "په دې سخت وخت کې مونږ د دوی سره یوو، زه نن دا ګټه د کډوالو په نوم کوم چې په درد کې دي."
د ورلډ کپ په موجوده مقابلو کې د افغانستان د اتوو پواېنټونو سره پېنځمې درجې ته ورسېدلو او د رنز په تناسب د نیوزي لېنډ نه وروسته دی. څلور ټیمونه به سېمي فاینل کې لوبېږي.
په تېرو دوو ورلډ کپ مقابلو کې افغانستان یوازې یوه لوبه ګټلې وه. خو په موجوده ورلډ کپ کې یې څلور مېچونه ګټلي دي چې په کې دفاعي چېمپین انګلېنډ، پاکستان او او سري لنکا ماتي شامل دي.
د افغان ټیم کپتان حشمت الله شاهدي چې د جمعې په ورځ مېچ کې یې پنځوس رنز جوړ کړل او نه و اوټ شوی، وویل سل په سله کوښښ کوي چې ټیم یې سېمي فاینل ته ورسېږي.
هغه وویل درې میاشتې مخکې یې مور وفات شوي، کورنۍ یې په غم اخته ده خو سېمي فاینل ته رسېدل به یې نه یوازې د هغه دپاره بلکې د ملک او کورنۍ دپاره هم لویه کامیابي وي.
افغان ټیم د هالېنډ یا نېدرلېنډز د 180 رنز هدف په اسانه په 32 اوورونو کې ترلاسه کړو. د افغانستان رحمت شاه 52 او شاهدي 56 رنز جوړ کړل.
ټاس نېدرلېنډز ګټلی و او د وړمبي بېټېنګ فېصله کړې وه. د نېدرلېنډز په اننګزز کې څلور لوبغاړي رن اوټ شوي وو.
د افغانستان نور دوه مېچونه د اسټرېلیا او ساوت افریقي سره دي. نېدرلېنډز به نور مېچونه د کوربه هندوستان او انګلېنډ سره کوي.
د افغان کرکټ ټیم کپتان وايي د نېد لېنډز نه بریا يې په "درد" کې مبتلا د افغان کډوالو په نوم کړې

واشنګټن (روېټرز) —
Forum