لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سري لنکا ته په ورلډ کپ مېچ کې په اووه وېکټو ماتې ورکړو


عظمت الله عمرزی د کپتان حشمت الله شاهدي سره پنځوس رنز په جوړولو خوشحالي کوي
عظمت الله عمرزی د کپتان حشمت الله شاهدي سره پنځوس رنز په جوړولو خوشحالي کوي

د ۲۰۲۳ د کرکټ په ورلډ کپ مېچ کې افغانستان د ګل، دوشنبې، په ورځ سري لنکا ته په اووه وېکټو ماتی ورکړو.

د افغانستان کپتان حشمت الله شاهدي ټاس ګتلی و او بېټېنګ یې سري لنکا ته ورکړی و.

سري لنکا په ۴۹ اشاریه درې اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۴۱ رنز وکړل.

د سري لنکا په جواب کې افغانستان د دریو لوبغاړو په اوټ کېدو په ۴۵ اشاریه دوو اورونو کې ۲۴۲ رنز جوړ کړل او مېچ يې وګټلو.

د افغانستان په اننګز کې عظمت الله عمرزي ۷۳ رنز جوړ کړي وو او نه و اوټ شوی. رحمت شاه په ۶۲ رنز اوټ شو او حشمت الله شاهدي په ۵۸ رنز نه وو اوټ شوی.

ای اېف پي خبري اداره وايي سري لنکا ته په ماتي ورکولو افغانستان سېمي فاینل ته د رسېدو اميدونه ژوندي وساتل.
دافغانستان پاکستان ته هم ماتی ورکړی.

افغانستان او سري لنکا دواړو ټیمونو د ورلډ کپ دفاعي چېمپین انګلېنډ ته ماتی ورکړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG