لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بمي چاؤدنه کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ٨ کسان وژل شوي

دغه چاؤدنه کې وژل شوؤ کې  پينځه ښځې ، دوه ماشومان اؤ يو دپوخ عمر تن شامل دى.
دغه چاؤدنه کې وژل شوؤ کې پينځه ښځې ، دوه ماشومان اؤ يو دپوخ عمر تن شامل دى.
پيښور-چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په زابل ولايت کې ترسره شوې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ٨ اولسي وگړي وژل شوي دي.
دچارواکو وينا ده دزابل ولايت په قلات سيمه کې په يو گاډي ترسره شوې دغه چاؤدنه کې وژل شوؤ کې پينځه ښځې ، دوه ماشومان اؤ يو دپوخ عمر تن شامل دى.
دزابل دپوليسو مشر غلام سخي روغ ليوني ددغه چاؤدنې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې پيښه کې درې اولسي وگړي ژوبل شوي هم دي اؤ دپيښې پړه يې په طالبانو اچولې ده.
دزابل دوالي وياند محمد جان رسوليار وائي چې دوژل شوؤ کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره ؤ اؤ هغوي سرښار قلات ته سفر کولو چې ددغه پيښې ښکار شول.
دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې دبهرنو اؤ افغان ځواکونو اؤ لوړپوړو چارواکو دپه نخښه کولو په غرض طالب جنگيالي دسړک دغاړې بمونه ښخوي، خو په دغسې چاؤدنو کې اکثره بې گناه اولسي وگړي وژل کيږي.
ټاکل شوې ده دراتلونکي کال په اخره کې به افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونه وتل پيل کړي.
افغانستان څخه دوتلو دپروگرام دبرخې په توگه نړيوالو ځواکونو څو مياشتې دمخه دهيواد دامنيت چارې افغان پوځ ته سپارلې وې ، چې له دې وروستو دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
This item is part of
XS
SM
MD
LG