د افغانستان واکمنو طالبانو د امریکې نه غوښتلې چې د افغانستان منجمدې اثاثې سوېټزرلېنډ ته د منتقل کولو فېصلې ته دې بیا کتنه وکړي.
د افغانستان بانک په خپله وېب پاڼه په یو بیان کې وویل "د افغانستان بانک به نامرتبطو برخو کط د دغو زیرمو د تخصيص، کارونې او د لېږد په اړه هر ډول پریکړه د منلو وړ نه ګڼي او غواړي چې دی اړه له سره غور وشی."
د افغانستان د بانک د بیان نه مخکې د امریکې د خزانې وزارت د شورو، چهار شنبې، په ورځ وویل چې د افغانستان د کنګل شویو درې اشاریه پېنځو بېلین ډالرو د انتظام دپاره به په سوېټزرلېنډ کې خصوصي فنډ یا پنګه قایموي چې دغه پېسې د افغان اقتصاد د ثبات دپاره استعمال کړي.
دغې پنګې ته د "افغان فنډ" نوم ورکړی شوی چې انتظامي چارې به يې د اقتصاد پوهانو د يوې ځانګړې ډلې په لاسو کې وي.
د امريکې د خزانې وزارت وايي، د افغانستان د پېسو د دغې فنډ مقصد د افغانانو د سرکاري شتمنيو خونديتوب دی چې په بهرني قرضونو کې به مصرف کېږي او د هېواد د بجلۍ په اخيستلو او يو شمېر د ترقۍ په منصوبو به لګول کېږي.
د وي او ای د یو رپورټ ترمخه په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس امریکې د افغانستان د اووه بېلین ډالرو مالیت اثاثې چې په نیویارک کې وې منجمد کړې. د افغانستان قریباً د دوه بېلین ډالرو مالیت نورې اثاثې په نورو ملکونو کې پرتې دي.
د رپورټ ترمخه د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې صدر جوبایډن فېصله وکړه چې د افغانستان د منجمدو اثاثو نیمايي برخه دې ازاده کړی شي او نورې پېسې به د ناین الېون متاثرینو ته په عدالتونو کې د مقدمو د اخراجاتو دپاره ورکړی شي.
د امريکې د خزانې مرستيال سېکټري وېلي اډيميو په يو خط کې لیکلي د افغانستان منجمدې اثاثې نېغ په نېغه د افغانستان بېنک ته ورکولو کې دا خطر لري چې دغه رقم به د افغانانو په خېر ښېګړه مصرف نه شي.
په سوېټزرلېنډ کې د افغان فنډ ۳.۵ اربه ډالرو ته به طالبان نېغ په نېغه لاس رسی نه لري او دغه رقم به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې کارول کېږي.
د افغانستان بانک په خپل بیان کې وویل "د افغانستان بانک غواړي چې د هېواد د استعارو پر زیرمو لګيدلي محدودیتونه په بشپړه توګه ليرې کړل شي او په دې برخه کې يې د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره له زیرمو څخه د اغیزناکې استفادې هڅې پیل کړي دي."
یادونه: د دې خبري ځینې معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي