لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دکرونا وایرس دمشکوکو پیښو شمیر۱۶۵ ته ورسید


دعامې روغتیا وزارت ویلي دکرونا په وایرس اخته شوي هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي
دعامې روغتیا وزارت ویلي دکرونا په وایرس اخته شوي هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي

افغان چارواکي په افغانستان کې دکرونا وایرس د مشکوکو اومثبتو پیښو په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې ده.

له ډیوې سره په خبرو کې دروغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوفمند وايي دکابل په ګډون سمنګان غور،بلخ نیمروز،هلمند او یوشمیرنورو ولایتونو کې دکرونا وایرس ۱۶۵ شکمنې ثبت شوي چې له دې څخه یوازې ۷ یې مثبتې دي.

شګوهفمند وايي په افغانستان کې د کرونا د وایرس۱۶۵شکمنې پیښې ثبت شوي له دې شمیر څخه ۱۵۸ منفي دي او یوازې۷ مثبتې لرو چې ۵ یې په هرات او ۲ په سمنګان ولایتونو کې دي.

دعامې روغتیا وزارت ویلي دکرونا په وایرس اخته شوي هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوهفمند په افغانستان کې دکرونا وایرس د ګواښ زیاتیدل له ایران څخه افغانستان ته دافغان وګړو په زورستنول یاد کړل.

نوموړي وویل:((بلې په هغه صورت کې چې له ایران څخه دافغان وګړو د ویستلوکچه لوړیږي مونږ دکرونا وایرس له لویې ننګونې سره مخامخ کیږو))

د روغتیا وزارت ویاند مرستیال زیاته کړه دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دکرونا وایرس مخنیوي او قرنطین لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.

توحید شګوهفمند وايي په کابل کې دافغان جاپان روغتون چې ۱۵۰ بستره لري دکرونا وایرس ناروغانو ته ځانګړی شوی دی اود هیواد په ۸ حوزوي روغتونوپه هریوه کې د ۳۰ کسانو دقرنطین کولولپاره تابیا نیولې شوده.

دروغتیا وزارت دې چارواکي ویلي دولسمشردفرمان له مخې چې تیره شپه د امنیت په شورا کې صادر شو دهغه مطابق سږکال دنوي کال د نورز جشن نه ترسره کیږي او په ټولیزه توګه دخلکو راټولیدو هرډول مراسم چې وي باید خلک په کې له ګډون کولو ډډه وکړي چې دا دکرونا وایرس دخپریدو دمخنیوی لپاره ښه اقدام دی.

په افغانستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پیښو شمیرپه داسې حال اوو کسان ته رسیدلی چې د نړیوال روغتیايي سازمان دکرونا وایرس نړیواله اوبا اوخپریدل یې سراسري یاد کړی دی.

دامهال ۱۱۴ هیوادونو ته دکرونا وایرس سرایت کړی اودروغتیا نړیوالې ادارې د دې وایرس خپریدو په تړا اندیښنه څرګنده کړې ده.

دراپورنوله مخې دنړۍ هغو هیوادونو ته چې د دې وایرس درسیدو ویلي شي تراوسه شاوخوا یولک اتیازه کسان پرې اخته دي او له ۴ زره زیات کسان دکروناو ایرس اله امله یې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دکرونا وایرس چې په لومړي ځل دچین په ووهان ښارکې رامنځته شو دراپورنو له مخې اوس په هغه هیواد کې ددې ناروغۍ کنټرول شوی اوهغه روغتونونه چې په عاجله توګه دناروغانو دقرنطین لپاره جوړ شوي و یوشمیریې تړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG