لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تېرو ۲۴ ګنټو کې په افغانستان کې ٢١ نور کسان د کرونا وایرس نه مړه شوي

د وزارت ویاند نورالله تره کي رسنیو ته په یو ويډیو پیغام کې وویل " په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤١٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٧٦ يې مثبتې دي، د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٥٠٧٠ ته لوړه شوه."

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٦ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٥٠٧٠ ته لوړه شوه .

د وزارت ویاند نورالله تره کي رسنیو ته په یو ويډیو پیغام کې وویل " په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤١٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٧٦ يې مثبتې دي، د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٥٠٧٠ ته لوړه شوه."

د تره کي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٦ په هرات، لس په فراه، اته په بادغس، اووه په بلخ، پنځه په کابل، پنځه په دايکنډي، څلور-څلور په غزني، بغلان او کندوز، درې په کندهار، دوه-دوه په تخار، بدخشان، باميان او کونړ او يوه-يوه هم په پنجشېر او هلمند ولايتونو کې دي.

تره کی وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٢٥ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٢٢٨٨١ ته لوړه شوه.

دی وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢١ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١١١٥ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د عامې روغتيا وزارت وايي په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG