لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کرکټ‌ لیګ: ننګرهار لیوپارډز،‌ نن بلخ لیجنډز ته ماتې ورکړله


د افغانستان شل آوریز کرکټ لیګ د لوبو په لړ کې،‌ نن د بلخ لیجنډز ټیم چې تر اوسه یې پنځه لوبې ګټلې وې،‌ د ننګرهار لیوپارډز لخوا ماته وخوړله.

د نن په لوبه کې،‌ ننګرهار لیوپارډز ټیم وکړای شو چې د ۴ ویکیټو په سوځیدو سره،‌ د ۱۳۴ هدف ته ورسیږي او د لوبې دوه پواینټه خپل کړي.

په سر کې د بلخ لیجنډز لوبډلې ټاس وګاټه او بیټینګ یا توپ وهنه یې غوره کړه. په لومړي میدان کې د بلخ ټیم وکړای شول چې ټول شل آوره ولوبیږي او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۳۳ منډې جوړې کړلې.‌

په لومړي میدان کې که څه هم د ننګرهار لیوپارډ لوبغاړو وکړای شول چې ډېر زر او پرله پسې د بلخ ټیم دوه اولې ویکټې واخلي،‌ خو وروسته درېیو بټسمنانو هر یوه له شلو ډېرې منډې جوړې کړلې.‌ په لومړي میدان کې د بلخ ټیم ته تر ټولو زیاتې منډې رویندر سینګ بوپارا وکړې (۳۵ منډې) خو فضل نیازي کیچ اوټ‌ کړ.

په دویم میدان کې د ننګرهار لیوپارډز په ټیم کې اندرې فلیچر تر ټولو زیاتې منډې وکړلې خو له ۴۸ رنزونو وروسته وسوځید او ویې نشو کولای چې خپله نیمه سلیزه یا هاف سینچري پوره کړي.

په نننۍ لوبه کې د بلخ لیجنډز نامتو بهرنی لوبغاړی کرېس ګیل نه و راغلی.‌ مخکې تر دې هم بلخ او ننګرهار لوبډلې په دې لیګ کې لوبه کړې وه چې هغه ځل بلخ په ۲۵ منډو،‌ ننګرهار ته ماتې ورکړې وه.

بلخ ټیم تر دې دمه د افغانستان کرکټ‌ لیګ په لوبو کې لومړی ځای لري او ورپسې د پکتیا پنټرز لوبډله دویمه ده.‌

سبا به هم دوه لوبې وشي، یوه یې د بلخ لیجنډز او کندهار نایټس ترمنځ او بله به یې د کابل ځوانان او پکتیا پنټرز ترمنځ‌ وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۱۹ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG