لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان د سختې مقابلې وروسته په ۳ منډو د بنگله دیش نه لوبه وبیلله


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اېشیا کپ دوېم پړاو یا سپر فور لوبه کې نن د یوې سختې مقابلې وروسته د بنګله دېش نه په ۳ منډو لوبه وبایلله. د لوبې فیصله په اخيري اوور کې وشوه او افغانستان ته د ګټې لپاره په شپږو توپونو ۷ منډې (رنز) پکار وو.

د اخیري اوور په دویم بال راشد خان وسوځید او په پاتې ۴ توپونو بیا ګلبدین ناېب او سمیع الله شېنواري په پاتې ۵ منډې جوړولو کې ناکامه شول.

د بنګله دېش نه د لوبې بیللو وروسته افغانستان د اېشیا کپ فاېنل نه پاتې شو.

د لوبې نه وړاندې، پچه بنگله دېش وگټله او هغه ټیم لومړی د بیټینگ یا توپ وهنې پریکړه وکړله.

په لومړي میدان کې، بنگله دېش د خپلو اوو ویکیټو په سوځیدلو سره، ټولټال ٢۴٩ منډې جوړې کړلې او افغانستان ته یې د ٢٥٠ منډو هدف وټاکه. په دې ترڅ کې، راشد خان او مجیب ځدراڼ هر یو، یوه یوه ویکټه واخیسته.

د بنگله دېش د ټیم له اړخه په لومړي میدان کې محمد الله او عمر القیس تر ټولو زیاتې منډې وکړې، د محمد الله د منډو شمیر ٧۴ او د عمرالقیس ٧٢ منډې وې.

په دویم میدان کې، د افغانستان د ټیم له اړخه، د رحمت شاه او احسان الله ویکټې ډیر زر وسوځیدلې، خو محمد شهزاد وکړای شول چې خپله پنځوسیزه پوره کړي او د ٥٣ منډو وروسته وسوځید. د افغانستان د پاره د ٢٥٠

د ایشیا کپ لوبو په لړ کې، د تیر زیارت په ورځ هم افغانستان او بنگله دېش سره مخامخ شول چې هغه لوبه افغانستان د ١٣٦ منډو په توپیر وگټله.

افغانستان به پخپلې بلې لوبې کې، د نهې یا سې شنبې په ورځ، د هند مقابله کوي.

XS
SM
MD
LG