لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ‌ مشر وایي‌ کوښښ‌ کوي‌ چې کرکټ‌ په ملي‌ لوبې بدل کړي


د افغانستان د کرکټ‌ بورډ‌ مشر،‌ د هیواد له سیاسي‌ چارواکو غواړي‌ چې د کرکټ‌ په چارو کې مداخله ونه کړي. ‌

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ مشر عزیزالله فضلي‌ د امریکا غږـ ډېوه خبریال فواد لامع سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې «ځینو غیرمسلکي کسانو کوشش کاوه چې د کرکټ‌ د ادارې چارې په لاس کې واخلي یا خپل دوست او قریب ورته رامعرفي‌ کړي»،‌ خو زیاتوي چې اوس به داسې کوششونه بې ځایه وي،‌ دا ځکه چې په دې خبرې باندې هغه هم د افغانستان له صدر محمد اشرف غني‌ څخه تعهد اخیستی او هم یې پخپله تعهد ورکړی دی.‌

ښاغلي‌ فضلي‌ د پریمیئر لیګ په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې دا ومنله چې د لیګ د پرانیستې په مراسمو (د پیلیدو په دستوره) کې څه ستونزې موجودې وې،‌ خو دلیل یې دا وښود چې له لوبې څو ورځې مخکې د تخنیکي چارو له سمبالوونکې کمپنۍ سره د دوی قرارداد فسخ شوی و.‌

یو شمیر افغانانو په شارجه کې د افغانستان د کرکټ‌ شل آوره لیګ د پرانیستې پر مراسمو نیوکې کړې وې او ویلي‌ یې ول چې په دې دستوره کې د افغاني کلتور رنګ پیکه و.

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ‌ مشر دا هم وویل چې په کرکټ‌ کې د افغانانو ترمنځ‌ پښتنو زیات پرمختګ کړی،‌ خو دوی کوښښ کوي‌ چې کرکټ‌ د افغانستان په نورو سیمو او قومونو کې هم وده وکړي‌ او په یوه ملي‌ لوبه بدله شي.

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ‌ د مشر عزیزالله فضلي‌ مرکه دلته لیدلای شئ:​

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ‌ له مشر سره ځانګړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:26 0:00

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG