لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کرکټ‌ لیګ لوبو،‌ سیمي‌ فاینل پړاو پیل شو


په شارجه کې د افغانستان د کرکټ پریمیئر‌ لیګ لوبې پای ته نږدې شوي‌ او نن یې د سمي‌ فاینل لومړۍ لوبه پیل شوه.

په دغې نیمه پایلوبې (سمي فاینل) کې‌،‌ د بلخ لیجنډز ټیم،‌ چې د ننګرهار لیوپارډز سره مقابله کوي،‌ ټاس ګټلی او اوس بټینګ (توپ وهنه)‌ کوي او کریس ګیل تر اوسه پنځوسیزه پوره کړې ده.‌

بلخ لیجنډز ټیم تر اوسه د خپلو ۸ لوبو څخه،‌ ۶ یې ګټلي‌ چې په لومړي‌ کتار کې دی. ننګرهار لیوپارډز بیا څلورم ټیم دی،‌ او د خپلو ۸ لوبو کې یې ۳ ګټلي‌ دي. نن چې هره لوبډله بریالۍ شي،‌ نو فاینل ته به ووځي.

په بله پایلوبه کې چې سبا د اتوار په ورځ کیږي،‌ پکتیا پنټرز به د کابل ځوانان سره سیالي وکړي او د هغې لوبې ګټونکی به هم فاینل ته ووځي.

پکتیا پنټرز تر اوسه په اتو کې پنځه لوبې،‌ او کابل ځوانان په اتو کې څلور لوبې ګټلي‌ دي.

د افغانستان په کرکټ‌ لیګ کې له افغان لوبغاړو علاوه،‌ د کرېس ګیل،‌ مک کالم،‌ شاهد افریدي،‌ بن کټینګ،‌ اندری رسل،‌ او کولین منرو په شان نامتو بهرني لوبغاړي هم شامل دي. افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي په دې لیګ کې ډیر ښه ځلیدلي‌ او په نړیواله کچه یې د خلکو پام ته رااړولی دی.‌

د ویسټ‌ انډیز نامتو کرکټ لوبغاړي،‌ کرېس ګیل امریکا غږ ډېوه ته وویل چې هیله من دی د افغانستان کرکټ لیګ بل کال ته تر دې لوی ترسره شي. هغه له مینه والو وغوښتل چې د لیګ د پاته لوبو لیدو ته ورشي‌ او لوبغاړي‌ تشویق کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG