لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ پریمیئر لیګ ختم او اتلولي یې بلخ لیجنډز ټیم وګټله


د بلخ لیجنډز ټیم کپټان، محمد نبي عیسی خیل و
د بلخ لیجنډز ټیم کپټان، محمد نبي عیسی خیل و

د افغانستان شل آوره غوره کرکټ‌ لیګ (اې پي اېل)‌ نن د اتوار په ماښام، د بلخ لیجنډز ټیم په اتلولۍ پای ته ورسید.

د نن ورځې په لوبه کې د محمد نبي‌ په کپټانۍ د بلخ لیجنډز او د راشد خان په کپټانۍ د کابل ځوانان ټیمونه ولوبیدل چې په پای کې یې بلخ لیجنډز لوبډلې په ۴ ویکیټو، کابل ځوانان ټیم ته ماتې ورکړله او د اې پي‌ اېل چمپین وګڼل شو.

دا لومړی ځل و چې افغانستان دغه شان لیګ ترسره کړ.‌ په دې لیګ کې چې د اکټوبر پر ۵مه پیل شوی و او دا دی څه باندې دوه اونۍ یې دوام وکړ، ګڼ شمیر بهرني‌ لوبغاړو هم برخه اخیستې وه،‌ چې د هغو له منځه کیدای شي د شاهد افریدي،‌ کریس ګیل، لوک رانچي، واین پارنل، کولین انګرام، اندری رسل، بن کتینګ، انتون دیفسیچ، کولین مونرو، او بن لافلین نومونه یاد کړو.

دغه بهرني‌ لوبغاړي وایي دوی خوښ دي‌ چې د افغانستان په کرکټ لیګ کې یې خپل کردار ادا کړ،‌ او هیله من دي چې بل ځل به افغانستان خپل د کرکټ‌ لیګ له دې څخه هم شانداره جوړ کړي.

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ‌ چارواکي‌ وایي‌ دا د افغانستان دپاره یوه نوې تجربه وه، او خامخا ښایي‌ ځیني‌ نیمګړتیاوې په کې وي، خو دا نیمګړتیاوې به د وخت په تیریدو له منځه وړل کیږي.

د افغانستان په کرکټ لیګ کې لوبغاړي په مختلفو بیو واخیستل شول چې تر ټولو جګ قیمتونه یې یو یو لاکهـ ډالره و.

د افغانستان د کرکټ بورډ نوی مشر،‌ عزیز الله فضلي امریکا غږ ډېوه ته وویل چې د افغانستان کرکټ پریمیئر لیګ که له یوې خوا لوبغاړو ته ښې پیسې پیدا کوي، له بلې خوا په افغانستان کې دننه د کرکټ د ودې او پرمختګ سبب ګرځیدای شي.

د نننۍ لوبې تفصیل:

په دې لوبه کې چې په شارجه کرکټ‌ سټدیم کې وشوه، لومړی ټاس (پچه) کابل ځوانان ټیم وګټله او د بیټینګ فیصله یې وکړه.‌ لومړی ایننګ د کابل ځوانان ټیم دپاره خوشحالوونکی نه و. رانچي په ۹، حضرت په ۱۰ او پارنل په ۲۱ منډو یو په بل پسې وسوځیدل. راشد هم یوازې وکړای شول چې ۳ منډې ووهي. جاوید احمدي ۳۲ منډې وکړې چې تر ټولو زیاتې وې.‌

د کابل ځوانان ټیم کپټان، راشد خان و
د کابل ځوانان ټیم کپټان، راشد خان و

کابل ځوانان په شلو آورو کې د خپلو ۹ ویکیټو په سوځیدو سره،‌ ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

په دویم میدان کې د بلخ لیجنډز ټیم لپاره د ۱۳۳ هدف ته رسیدل مشکل نه ښکاره کیدل. خو چې لوبه پیله شوه، په هماغو لومړیو آورونو کې مونرو او درویش رسولي وسوځیدل. مونرو هیڅ منډې ونشوې کړای،‌ او درویش یوازې ۱۰ منډې وکړې.

کریس ګیل چې اوپینر و، تر ډیره پاته شو او خپله پنځوسیزه یې ووهله، خو له نیمه سینچرۍ وروسته سمدستي په دوولسم آور کې په ۵۶ منډو کیچ اوټ شو. وروسته د بلخ لیجنډز بټسمنانو لوبه بیرته قابو کړله او په پای کې یې وکولای شول چې په ۴ ویکیټو، کابل ځوانان ته ماتې ورکړي او د لیګ اتلولي‌ وګټي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG