لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهزاد: ما ته نه ښکاري چې واپس دې ټیم ته راشم


د افغانستان د کرکټ ټیم ویکټ کیپر او مشهوره بټسمن، محمد شهزاد، چې په روان ورلډ کپ کې فقط د یوې لوبې له تیرولو وروسته واپس افغانستان ته لېږل شوی، وایي چې هغه جوړ روغ دی او نه پوهیږي چې چارواکو ولې هغه د نړېوال جام له نورو سیالیو محرومه کړی دی.

محمد شهزاد سرښار کابل ته له رسیدو وروسته، خبریالانو ته ویلي چې هغه له ورلډ کپ لوبو نه د خپل د ایستل کیدو خبر، اول ځل آی سي سي میډیا کې ولوست او حیران شو.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي وایس آف امریکه ته ویلي و چې ډاکټرانو د شهزاد په زنګانه کې د ستونزو له کبله هغه ته د لوبو نه کولو سپارښتنه کړې ده.

شهزاد دا مني چې د زنگانه ستونزه ورته پیدا شوې وه، ډاکټر ته تللی و او اوبه یې له زنگانه ورنه ایستلې وې، مگر وایي چې ډاکټر هغه له لوبو کولو منع نه کړ او اوس یې زنگون کومه ستونزه نه لري.

شهزاد د افغانستان یو خصوصي ټي وي (طلوع نیوز) ته وویل: "هغه څوک چې زه یې له دې ورلډ کپ نه لیرې کړی یمه، خدای دې وشرموي، ناجایزه یې لیرې کړی یمه."

د کرکټ پوهانو اندیښنې

له ورلډ کپ څخه د شهزاد ایستل، ډېرو ته پوښتنې پیدا کړي دي. د کرکټ یو کارپوه مشتاق رحیم ډېوه ته وویل: "د لوبغاړو ژوبلېدل د کرکټ برخه ده. د جنوبي افریقې لوبغاړی، ډېل سټېن هم انفیټ شو او له ورلډ کپ څخه ووته. خو که د شهزاد دغې وروستۍ مرکې ته سړی وگوري، نو دا جوتیږي چې اصلا" دلته په ټیم کې یو څه اختلافات دي.

ښاغلی رحیم زیاتوي چې که رښتیا د شهزاد د ژوبلې مسئله وي، نو دا دومره مهمه نه ده، خو که دننه په ټیم کې اختلافات موجود وي، نو دا به "د ټیم پر مورال، د لوبډلې په داخلي جوړښت، د لوبغاړو ترمنځ پر همغږي، په دې ټولو باندې منفي اغیز اچوي او دغه منفي اغیز بیا د ملي ټیم پر کارکردگۍ هم منفي اغیز اچوي."

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم

مشتاق رحیم وینا ده چې په ټیم کې د اختلافاتو او د لوبغاړو د شړلو خبره، نوې نده. هغه په ١٩٨٠مو کلونو کې د پاکستان د ټیم کپټان عمران خان لخوا د قاسم عمر ایستلو ته اشاره کوي او زیاتوي: قاسم عمر یو ډېر قوي لوبغاړی و، یوازې په دې دلیل چې په هغه ډول چې عمران خان غوښتل، هغه یې اطاعت نه کاوه، وشړل شو. خو د شهزاد د ایستلو فرق په دې کې دی چې د ډسپلین کولو کوم دلیل ورته نه دی ویل شوی، روغتیایي دلیل ورته ویل شوی چې هغه هم شهزاد نه مني."

د ورلډ کپ له لوبو څخه د ایستل کیدو له وجهې، شهزاد خواشینی دی او وایي داسې ورته نه ښکاري چې بیرته دې ټیم ته ستون شي.

د افغانستان کرکټ بورډ، د شهزاد پر ځای، اکرام علي خیل چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ویکټ ساتونکی و، ورلډ کپ لوبو ته وربللی دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG