لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کرکټ بورډ د نوي مشر، عزیزالله فضلي ژمنې


د افغانستان د کرکټ بورډ نوی مشر، عزیزالله فضلي، نن د یوې دستورې په ترڅ کې د یاد بورډ غړو او چارواکو ته وروپیژندل شو.

د افغانستان صدر، محمد اشرف غني، د یو حکم د صادرولو په ترڅ کې عزیزالله فضلي، د شکرالله عاطف مشعل پرځای، د هیواد د کرکټ بورډ نوی مشر ټاکلی دی.

فضلي چې پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال او سلاکار (مشیر) پاته شوی و، ​نن د شورو یا چارشنبې په ورځ یې خبري کنفرنس ته وویل چې د هیواد دننه به کرکټ ته وده ورکړي او د لوبغاړو په انتخاب کې به له دقت څخه کار اخیستل کیږي.

نوموړي زیاته کړله چې په ملي،سیمه ییزه او نړیواله کچه د کرکټ لوبې د پراختیا او پرمختګ لپاره ځانګړی پلان په پام کې لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ نوي مشر، عزیزالله فضلي همدا راز وویل: «د افغانستان کرکټ په تشکیل به له سره کتنه کیږي، د سلیکشن په کمیټه کې به بدلون راځي، افغان پریمیرلیګ چې د ټولو هیواد والو لپاره د خوښۍ وړ ګرځيدلی، د دې لپاره به یوه خاصه کمیټه انتخابیږي تر څو له لومړي قرار داد څخه تراوسه پورې د ټولو ارزونه وکړي او د لوبغاړو ترمنځ هغو ناندریو ته به د پای ټکی کیښودل کیږي چې د یو بل پرضد څرګندونې کوي.»

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر په داسې حال کې بدلیږي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایشیا کپ په سیالیو کې لوبیږي او دوه ورځې مخکې یې په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د پیاوړي ټیم، سریلانکا څخه وگټله او بل پړاو ته یې خپل تگ یقیني کړ.

عاطف مشعل په خپل تویټر کې د یو پیغام په لیکلو ویلي چې په جگه غاړه د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مخه ښه کوي او په هغه بورډ کې د خپلو له لاسته راوړنو ډیر راضي دی. مشعل همدا راز خپل ځای ناستي، عزیزالله فضلي ته د هغه د نوي دندې مبارکي ورکړې ده.

پر خواله رسنیو (سوشل میډیا) داسې ویل کیدل چې عاطف مشعل به په یوې بلې ریاستي دندې وگومارل شي، خو تر اوسه په دې هکله رسمي څه نه دي ویل شوي.

صدر غني په داسې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر بدل کړ چې په دې وروستیو کې د یو شمیر لوبغاړو لخوا پر ښاغلي مشعل د توپیري چلند الزامونه لگول شوي و.

دغو اعتراضونو هغه وخت زور واخیست چې په دې وروستیو کې په اماراتو کې د افغانستان د کرکټ غوره لیگ د پاره بولۍ ترسره شوې. له بولۍ وروسته نورعلي ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ او یو شمیر لوبغاړو غږ پورته کړ چې د توپیري چلند پر اساس، دوی په بولۍ کې نه دي اخیستل شوي.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو بیا دا دعوې ردې کړلې او ویې ویل چې په بولۍ کې د لوبغاړو اخیستل یا نه اخیستل د دوی کار نه و.

د دې رپوټ په برابرولو کې حقمل سادات هم برخه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG