د افغانستان د کرکټ پیژندل شوی ستوری او نامتو فسټ بالر حمید حسن وایي خوشحاله دی چې مینه والو یې تر اوسه هغه نه دی هیر کړی، او په دې امید دی چې ډیر ژر وکړای شي بیرته د خپل هیواد په ملي لوبډله کې لوبه وکړي.
حمید حسن د امریکا غږ ـ ډیوه خبریال فواد لامع سره په مرکه کې وویل آرزو یې دا ده چې په راتلونکي نړیوال جام (ورلډ کپ) کې لوبې وکړي او له هغه وروسته ښایي ریټایرډ شي.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې د نویو راوتلو لوبغاړو په وړاندې څه احساس کوي او آیا څوک به د هغه ځای ونیسي او که نه، نو حمید حسن وویل چې د ټولو تکړه لوبغاړو په پرمختګ خوشحاله کیږي.
حمید حسن نورې خبرې هم وکړې چې تاسو کولای شئ دلته لاندې یې واورئ/وګورئ:
-
احمد فؤاد لامع
احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.