لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د افغانستان کرکټ ټیم ته په پښتو ژبه کې د بریا مبارکي ورکړي


وزیراعظم عمران خان چې خپله هم د پاکستان د کرکټ ټېم کپتان و. پاکستان د هغه په کپتانۍ کې د کال ١٩٩٢ د کرکټ ورلډ کپ وگټلو
وزیراعظم عمران خان چې خپله هم د پاکستان د کرکټ ټېم کپتان و. پاکستان د هغه په کپتانۍ کې د کال ١٩٩٢ د کرکټ ورلډ کپ وگټلو

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پښتو ژبه د افغانستان کرکټ ټیم ته په لومړي ټیسټ ګټلو مبارکي ورکړي او په لږ وخت کې د افغانستان کرکټ ټیم لاس ته راوړنی یوه ستره بریا بللي.

عمران خان په پښتو ژبه کې ټويټ کړی چې وايي " افغانستان کرکټ ټیم تہ پہ لومړي ځل ټسټ ګټلو مبارکي ورکوم. د افغانستان کرکټ لوبغاړو نړیوالې کرکټ کي دومره لږ وخت کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي."

دا دویم ځل دې چې وزیراعظم عمران خان په پښتو ژبه کې ټويټ وکړ. عمران خان څو اوونۍ وړاندې په اول ځل په پښتو کې هغه وخت په ټویټر اولیکل کله چې نومړي د افغان کډوالو لپاره په پاکستاني بینکونو کې د اکاونټونو پرانستلو اعلان اوکړو.

په پاکستان کې د حکومت په کچه په پښتو ژبه کې د ټويټونه کولو کوم رویات نشته، ځکه چې د هیواد قامي ژبه اردو ده او په مورنو ژبو، پښتو، سندهي، بلوچي، پنجابي او نورو کې حکومتي اعلانونه نه کیږي.

څو میاشتو وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور د پاکستان او د افغانستان کرکټ لوبډلو تر منځ لوبې وروسته په پښتو ژبه کې پاکستاني کرکټ ټیم ته مبارکي ورکړي وه او دافغانستان کرکټ ټیم لوبه یې ستایلي وه.

په ټولنیزه رسنیو د پاکستاني چارواکو په پښتو ژبه کې دې ورستي اعلانونو ته که څه هم اکثره مثبت غبرګونونه ښودلې شوی خو پښتانه وايي چې د پاکستان حکومت دې پښتو په سکولونو کې د نصاب برخه جوړه کړي او دا دې د رسمي معلوماتو خپورلو لپاره هم وکاروي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG