لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د کرکټ د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې خپلې هیلې ژوندۍ ساتلي


د افغانستان د کرکټ ټیم په زمبابوې کې د متحده عرب اماراتو د کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې خپلې هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دغو لوبو کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته په پنځو وېکټونو ماتې ورکړه.

اوس په ټیسټ لوبو کې دغه نوی لوبېډلی هېواد یو وړوکی چانس لري چې د دوه غوره شپږو هېوادونو د لوبو په پړاو (سوپر سکسز) کې چې په راتلونکې کال کې به په برتانیه کې ترسره شي برخه واخلي.

ددغو هیلو د پوره کولو لپاره افغانستان ته له اماراتو څخه ګټل مهم و چې ګلبدین نایب او راشد خان پکې زیاتې لاسته راوړنې درلودې.

اماراتو پچه (ټاس) وګټله او بېټینګ یې غوره کړ چې ټولې ۱۷۷ منډې یې جوړې کړې.

په دغو لوبو کې افغان سپېنر بالر راشد خان د اماراتو پنځه وېکټې واخیستې چې یوه پکې د اماراتو د شیمن انور وېکټه وه چې ۶۴ رنزه يې جوړ کړي وو.

له افغانستان لوري څخه ګلبدین نایب لومړی بېټېنګ وکړ، ۷۴ منډې یې جوړې کړې او تر اخره پورې اوټ نه شو.

دوهم افغان لوبغاړی نجیب زدران و چې ټولې ۶۳ منډې(رنزونه) یې جوړې کړې.

په هرصورت، افغانستان د سوپر سکس لوبډلو له څلورو سیالیو څخه دوه لوبې وګټلې.

افغانستان له ایرلنډ څخه لوبه ګټلې خو د سکاټلېنډ او زمبابوې له ماتولو سره بیا هم کولای شي د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته غوره یا کوالیفای شي.

ویسټ اینډیز د دریو لوبو په ګټلو سره تر ټولو په غوره حالت کې دی. دوی یوه لوبه بایللې او سبا له سکاټلینډ سره لوبه لري.

سکاټلېنډ، زمبابوې، افغانستان او ایرلېنډ څلور واړو دوه لوبې ګټلي او دوه یې بایللي نو د دوی رنز رېټ به وروستۍ پرېکړه کوي.

زمبابوې چې دا مهال دوهم ځای لري د زیارت یا پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۲) به له اماراتو سره لوبه کوي او د مارچ په ۲۳ نېټه به افغانستان له ایرلنډ سره په لوبې کولو دغه لوبې پای ته رسوي.

د ټولو لوبو دوه وروستي ګټونکي به بیا د مارچ په ۲۵ نېټه فاینل لوبي کوي او ګورو به چې دا ټورنمنټ څوک ګټي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG