لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان له پاکستان څخه څه غوښتنې لري؟


AfPak flag
AfPak flag

افغانستان وايي، له پاکستاني پلاوي څخه چې ټاکل شوېده د فرورۍ په دریمه نېټه به کابل ته ولاړه شي دا تمه لري چې د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب له ځان سره ولري.

د پاکستان پلاوی په داسې حال کې د شنبې یا خالي په ورځ افغانستان ته سفر کوي چې افغان ولسمشر یو ځل بیا د ترهګرو په وړاندې د مبارزې په برخه کې له پاکستان څخه په کلکه وغوښتل چې عملي ګام پورته کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته ولس ته په خپلې وینا کې وویل چې پاکستان ته یې د هغو ترهګرو نوملړ سپارلی څوک چې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي.

ښاغلي غني وویل، د خبرو وخت تیر دی اوس د عمل وخت دی او ګوري به چې پاکستان څه ډول عملي ګام پورته کوي.

٫٫ د طالبانو مرکز پاکستان دی. اوس د پاکستان د حکومت د پرېکړې وخت دي چې ځان ته څه خوښوي هغه نورو ته هم خوښوي او که څنګه. ایا دوي فکر کوي چې یواځې د دوي عالمان په دین پوهیږي.٬٬

د ولسمشر غني اشاره د پاکستان د دیني عالمانو هغې فتوا ته وه چې ویلي و د پاکستان د دولت په وړاندې ترهګریز بریدونه حرام دي خو د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ یادونه یې نه وه کړې.

د افغانستان دیني عالمانو بیا د پاکستاني عالمانو دغه فتوا نیمګړې او ناقصه ګڼلې وه او ویلي و چې ترهګریز بریدونه د افغانستان په ګډون په ټولې اسلامۍ نړۍ کې ناروا او حرام دي.

تر دې مخکې اسلام اباد ته ورغلي لوړ پوړي افغان پلاوي هغه اسناد او شواهد هم له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي و چې د افغانستان وروستي ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان شوی وو او ترهګر هم ورته هلته روزل شوي وو.

ولسمشر غني په کابل کې له وروستیو بریدونو سره په تړاو د ۱۱ نیول شویو کسان په اړه وویل:

٫٫ ۱۱ کسان نیول شوي او ریښې یې پېژندل شوې دي. طالبانو ددغې پېښې پړه منلې ده، هغو طالبانو چې نه د خدای لاره مني او نه د پیغمبر (ص) شریعت مني. هغه طالبان چې په داسې ناروا کړنو باندې باور نه لري نو ځان دې بیل کړي اوس وخت ددې دی چې حق او باطل سره جلا شي. حق له افغان دولت سره ودیږي او باطل به ختمیږي.٬٬

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک له اسلام اباد څخه د بېرته ستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وه چې د پاکستان د لومړي وزیر په شتون کې يې د ترهګرو په اړه اسناد له پاکستاني امنیتي چارواکو سره شریک کړل.

ښاغلي برمک وویل چې پاکستاني لوري ورته په دې برخه کې د عملي اقداماتو ژمنه وکړه.

په اسلام اباد کې د افغاني او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو مشر دا وړاندیز هم کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید یو دوه اړخیز میکانیزم جوړ شي ترڅو د داسې پېښو په اړه له یو بل سره استخباراتي معلومات شریک کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG