لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د افغانستان د تعلیم وزارت د جینکو په ترانه وېلو په پابندۍ تنقید شوی


 د تعلیم وزارت ترحمانې نجیبه ارین د ۱۲ کالو نه د زیات عمر جینکو په ترانې وېلو د پابندۍ تصدیق وکړو او ویې وېل چې دغه فېصله د مېندو او پلرونو په خواستونو شوي ده
 د تعلیم وزارت ترحمانې نجیبه ارین د ۱۲ کالو نه د زیات عمر جینکو په ترانې وېلو د پابندۍ تصدیق وکړو او ویې وېل چې دغه فېصله د مېندو او پلرونو په خواستونو شوي ده

د افغانستان د تعلیم وزارت په مخلوط محفلونو کې د ۱۲ کلونو نه د زیات عمر په جینکو د ترانې وېلې پابندي لګولې ده خو د وزارت دغه فېصله تنقید سره مخامخ شوي ده.

د مارچ په شپږمه نېټه تعلیمي اداروه ته لیکل شوی د تعلیم وزارت دغه مکتوب د شورو، چهارشنبې، په ورځ پس له هغې مخې ته راغلو چې تصویر یې په سوشل میډیا خپور کړی شو.

د افغانستان د انساني حقونو خپلواکه کمېشن د تعلیم وزارت دغه امر د ماشومانو د حقونو، د هېواد د ايين او د نړیوالو معاهدو خلاف ورزي بللی دی. کمېشن په ټوېټر خپل پېغام کې وویل تعلیم، د رای ازادي او هنري صلاحیتونو ته رسايي د جنس او عمر د تفریق نه بغیر د ټولو ماشومانو بنیادي حق دی او ټول ماشومان هلکان او جینکۍ د قانون دننه په مساوي توګه خپل حقونه استعمالولی شي.

وولس کلنه رویه احمدي په کابل کې د خپل سکول د بېنډ غړې ده وايي چې په سوشل میډیا یې دغه خبر ترلاسه کړو نو ډیره مایوسه شوی ځکه چې داسې ادارې دغه فېصله کړې چې مشره یې یوه زنانه ده.

د وي او ای رپورټ وايي د اغلې احمدي اشاره د تعلیم موقتي وزیرې رنګینه حمیدي ته وه.

د وي اوای رپورټ وايي سوشل میډیا د تعلیم وزارت په فېصله د تنقید نه ډکه وه. رپورټ وايي مرجان متین نومې د ټوېټر یو استعمالوونکي د ۲۰۱۹ د یوې وډیو برخه شریکه کړې چې پکې جینکې قومي ترانه وايي او تر څنګ يی ګڼ شمېر سړي ولاړ دي. متین په خپل پېغام کې وايي "مونږ تاسو ته پاتي راغلوو. زه بخښنه غواړم."

د افغانستان د موسیقۍ د قامي ادارې مشر ډاکټر احمد سرمست د تعلیم وزارت اعلان ټول قوم ته صدمه رسولې ده.

د تعلیم وزارت ترحمانې نجیبه ارین د ۱۲ کالو نه د زیات عمر جینکو په ترانې وېلو د پابندۍ تصدیق وکړو او ویې وېل چې دغه فېصله د مېندو او پلرونو په خواستونو شوي ده.

هغې وویل د کرونا وایرس دلاسه د یو کال پورې د سکولونو د بندېدو نه پس د ماشومانو مېندو او پلارانو غوښتل چې بچي د ترانو په ځای تعلیم ته توجه وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي د تعلیم موقتي وزیرې رنګینې حمیدي په امریکا کې د یونېورسټي اف ورجېنیا نه تعلیم ترلاسه کړی او د یوشمېر تنظیمونو مشاوراتي ډلو غړي ده چې پکې اوپن سوسایټي افغانستان، افغان وېمن چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري او د افغان انسټېټیوټ فار سول سوسايټي غوندې ادارې شاملې دي.

د وي او ای رپورټ وايي د وزارت سنبالولو وروسته مېرمن حمیدي د وزارت د اسلامیاتو د مطالعې مرکز د نورو څانکو سره یو ځای کړو چې مذهبي حلقو یې سخت مخالفت وکړو. رپورټ وايي دغه فېصله بېرته واخیستل شوه خو د ځینو خلکو خیال دی چې دا ګام یې د مذهبي حلقو د خوشحالولو دپاره اخیستی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په داسې حال کې چې رنکینه حمیدي د ډسمبر په میاشت کې پارلېمنټ نه د اعتماد رای یه اخیستلو کې ناکامه شوي ده د هغې د استعفا غوښتنې هم کولی شي. که چېرې هغه د اعتماد ووټ په اخیستلو کې کامیابه شوي وی نو د موقتي وزیرې نه به د تعلیم مستقل وزیره ګمارل شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG