لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي دهیچا ترتاثیرلاندې نه راځي


دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون مشره هوا علم نورستانۍ وايي د ولسمشرۍ دټاکنو پرمهال د ټولو پاکو رایو څخه به دفاع کوي او کمیسیون یې پروړاندې مسئولیت لري
دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون مشره هوا علم نورستانۍ وايي د ولسمشرۍ دټاکنو پرمهال د ټولو پاکو رایو څخه به دفاع کوي او کمیسیون یې پروړاندې مسئولیت لري

دافغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي په نږدې وخت کې به د ولسمشرۍ د ټاکنولومړنۍ پایلې اعلان شي.

دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون مشره هوا علم نورستانۍ وايي د ولسمشرۍ دټاکنو پرمهال د ټولو پاکو رایو څخه به دفاع کوي او کمیسیون یې پروړاندې مسئولیت لري.

هوا علم نورستانی نن دپنجنشې په ورځ خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل ټولې هغه رایې به شمیرل کیږي چې د تخنیکي او نور بیلابیلو ستونزو له امله نه دي تنظیم شوي.

نوموړې وايي ایا دا منطقي او قانوني ده دهغه کسانورایې چې دانتخاباتو پرمهال یې استعمال کړي دي خو دتخنیکی ستونزویا دساحوي کارمند د تیروتنې له امله چې د بایومیټریک ساعت په سمه توګه تنظیم شوی نه وو، ایا دا رایې باطلې شي؟

نورستانی زیاته کړه که له ټاکلې وخت نه بیرون رایې کارول شوي وي ولې د ټاکنیزو ډلواود سیاسي احزابود څاروونکو لخوا یې د نتایجو فومه لاس لیک شوې، په همدې اساس دافغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون خپل ځان مکلف ګڼي چې دافغانستان دخلکوله ټولو پاکورایو حفاظت وکړي.

دټاکنو خپلواک کمیسیون مشره هوا علم نوراستانی په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ انتخاباتو د پایلو دنه اعلانیدو په اړه دافغانستان د خلکو له حوصلې مننه وکړه.

هغې ژمنه وکړه چې له ټولو قانوني څیړونواوارزونو وروسته به په نږدې وخت کې دټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیارچې د ولسمشرۍ ټاکنیزو ډلو مشران دي دټاکنو خپلواک کمیسیون ته ګواښ کړی که هغه شاوخوا ۱۳۰ زره رایې چې د انتخاباتو له ټاکلي وخت بیرون استعمال شوي اویا هم بایومیټرک شوي نه دي په شمیرنه کې حساب شي پایله به یې ونه مني.

د افغانستان انتخابات د پایلو معلوموپروسهپه داسې حال له یوه کرکیچ سره دیو شمیر دټاکنیزو ډلو اودسیاسي احزابو لخوا مخامخ شوي چې دغه ټاکنې له نن څخه ۲ میاشتې مخکې ترسره شوې وې خولایې تراوسه لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG