لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان په صدارتي انتخاباتوکې له دوه نیم میلیونو څخه زیاتو کسانو برخه اخیستې


د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې په صدارتي انتخاباتو کې د دوه مېلینو څخه زیاتو افغانانو د خپلو رایو استعمال وکړو.

دټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال سید عصمت الله مل دخبري کنفرانس پرمهال وویل دافغانستان ۳۴ ولایتونو کې د رایې داستعمال لپاره ۴۶۶۹ مرکزونه پرانیستي و چې له دې شمیر څخه په ۴۳۸۴ مرکزونو کې دوه میلیون ۵ لکه اته نوي زره څلورسوه پنځه څلویښت کسانو رایه اچولې ده.

دې کمیسیون ویلي په انتخاباتو کې دخلکو دګډون کوم شمیر چې اوس په ډاګه شو پرهغې به یوځل بیا دقیقه څیړنه کیږي او ښايي چې بدلون په کې رامنځته شي.

دکمیسیون مرستیال وویل د کارول شویو رایومجموعه دوه میلیونه پنځه سوه اته نوي زره څلورسوه پنځه څلویښت ده. هغه زیاته کړه دغه شمېر شمېرې تخمیني دي او دقیق نه دي. "هڅه کوو چې په نږدې وخت کې په ټولو مرکزونو او محلونو کې په کارول شویو رایوله څیړونو وروسته دقیق او کره معلومات وړاندې کړو."

د کمیسیون مرستیال زیاته کړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه او رهبرۍ شفافو او د رڼو ټاکنو دپایلو معلومولوژمن دی او دا ژمنتیا هغه مهال ثابتیدلی شي چې کمیسیون خپلو چارو ته پریښودل شي ترڅو دشفافانو او رڼو ټاکنو پایله معلومه کړي.

عصمت وویل هغه په خپلو هیوادوالو، مسئولینواو د ولسمشرۍ په نوماندانواو په ټولو اراکینو غږ کوي چې له غیرمسئولانه اظهاراتو نه په جدي توګه پرهیز وکړي رهبري دکمیسیون، دارالانشاه اوتخنیکي ټیم پریږدی لکه څنګه چې موانتخابات په صحي شکل مدیریت کړل پریږدی چې مونږ ټوله برسي وکړو او یوداسې ښه نتایج وړاندې کړو چې له تقلب او درغلیوڅخه پاک وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي هغه ټولې رایې چې له بایومټریک پرته استعمال شوي وي اویا تکراري رایې وي او همداراز هغه رایې پاڼې چې له انتخاباتو نه مخکې او یا وروسته صندوقونو ته اچول شوي وي او یا یو کس څو ځله رایې استعمال کړي وي هغه د اعتباروړ نه دي او د برسي او څیړنې په پایله کې به دغه رایې له نورو پاکو رایې ځیني جلا کیږي.

د تاکنو خپلواک کمیسیون دمعلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې دولسمشرۍ انتخاباتو کې دخلکو دګډون او د رایې داستعمال لپاره ۴۶۶۹ مرکزونوپرانیستي خو له دې شمیر څخه په ۴۳۸۴ مرکزونو کې خلکو رایه کارولې او ۲۸۵ نورمرکزونه سره له دې چې خلاص هم و خوخلکو په کې رایه نه ده ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG