لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د انتخاباتو ابتدایي پایلو ته د بېلابېلو اړخونو غبرگونونه


په افغانستان کې د صدارتي (ولسمشریزو) انتخاباتو د ابتدایي یا لومړني نتایجو له اعلان وروسته، له بېلابېلو اړخونو، مختلف غبرگونونه راڅرگند شوي دي.

د ابتدایي نتایجو له مخې، صدر غني د ٥٠.٦۴ فیصده رایو په گټلو، تر نورو کاندیدانو مخکې دی او ورپسې بیا تر ټولو زیاتې رایې، عبدالله عبدالله گټلي چې ٣٩.٥٢ فیصده ښودل شوي دي. گلبدین حکمتیار چې له ۴ فیصدو یې کمې رایې گټلي، درېیم گڼل کیږي.

د ولسمشر غني غبرگون

د ابتدایي نتایجو له اعلانېدو وروسته، صدر غني د کابل پر وخت ماښام پنځه بجې، په صدارتي ماڼۍ (ارگ) کې له خپلو پلویانو سره غونډه جوړه کړله او داسې وینا یې وکړه چې گني په یقین د دویمې دورې صدر ټاکل شوی دی. که څه هم دا ابتدایي نتایج و او نهایي نتایج ښایي فرق ولري.

محمد اشرف غني، د افغانستان ولسمشر
محمد اشرف غني، د افغانستان ولسمشر

صدر غني پخپلو خبرو کې خلکو ته مبارکي وویله، او زیاته یې کړه چې د ابتدایي نتایجو په اعلانېدو سره اوس ولس له ابهام څخه د روښنایي په لور او د فرقه واریت څخه د یووالي په لور ځي.

هغه ټینگار وکړ چې راتلونکی حکومت به یې د تقسیم یا ویش حکومت نه وي، معنا دا چې بیا به د ملي وحدت د حکومت په شان، شریک حکومت جوړ نکړي.

اشرف غني دخپل ټیم ملاتړو کسانو ته د ټاکنو په لړنیو پایلو کې دبریا دمبارکي ویلو ترڅنګ له ټولو ټاکنیزو ډلو څخه وغوښتل چې دشکایتونو کمیسیون د راتلوونکو فیصلو ته درناوی وکړي.

هغه وايي هیڅواک باید دا له یاده ونه باسي د ملکي خلکو او پیاوړو افغان امنیتي ځواکونو چې کومه قرباني ورکړې ده دنړۍ امنیت د خوندیتوب لپاره ده اوباور لرو چې له نړۍ سره زمونږ اړیکې به دیو مسئول دولت په راتګ سره نورې هم پیاوړې شي.

اشرف غني ملت په وینا کې وویل په اساسي توګه دافغانستان د بحران پای غواړي او یو باثباته نظام رامنځته کولو ته ژمن دی.

د عبدالله عبدالله غبرگون

لږه موده پس له هغه چې صدر غني په ارگ ماڼۍ کې د خپلو پلویانو په غونډه کې وینا وکړه، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې د خپلو پلویانو په غونډه کې راښکاره شو او خپل د ټیم رسمي غبرگون یې څرگند کړ.

اجرائیه رئیس او د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید، عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس او د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید، عبدالله عبدالله

د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنیو پایلو داعلان په غبرګون کې دثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله وویل اعلان شوې پایلې نه مني او په وینا یې دا پایلې د هغو شاوخوا ۳ لکه ناپاکو او شکمنو رایو په پربنسټ اعلان شوی چې په اړه یې کمیسیون لازمي اقدمات نه دي اخیستلي.

عبدالله عبدالله د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم په دې تورن کړ چې گني "له تقلب کارانو سره یې لاس یو کړ". هغه وویل، په انتخاباتو کې جعل او درغلي، له ځانمرگو بریدونو څخه په کمه نده.

ډاکټر عبدالله گواښ وکړ چې که د شکایتونو خپلواک کمیسیون د دوی شکایات وانه وري او "ناپاکې" رایې ونه باسي، دوی پر ځان فرض گڼي چې د خلکو له رایو څخه په هره لاره چې وي، دفاع وکړي.

خو تر دې وړاندې ولسمشر غني بیا نن ټینگار وکړ چې سیاسي رقیبان دې د کمیسیون ضابطې ومني. هغه وویل: "لوبې چې کیږي ځانته اصول لري اصول قوانین ټاکي. د افغانستان اساسي قانون (آئین) او د افغانستان د ټاکنو کمیسیون قانون او د افغانستان د ولس اراده ده او اوس وخت د دې دی چې د لوبې اصول ومنو."

د بهرنیانو غبرگون

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د افغانستان د صدارتي انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ.

جان بس ویلي کاندیدان باید د کمیسیون وروستۍ پایلو ته په تمه واوسي هره پریکړه چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون لخوا ترسره شوه، دوی یې ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونوهم دافغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی او د انتخاباتو د دواړو کمیسیونو له هڅو څخه یې ستاینه کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنی پایلو اعلان په داسې حال وشو چې د ولسمشرۍ انتخابات نږدې درې میاشتې مخکې ترسره شوی خودا چې وروستی پایلې به یې څه وخت اعلانیږي او څومره وخت به ونیسي لانده معلومه.

یاده دي وې چې په افغانستان کې دقانون مطابق په هرو پنځو کلونو کې یوځل د ولسمشرۍ انتخابات کیږي او د تیرو ۱۹ کلونو راهیسې دا څلورم ځل دی چې ولسمشر به د انتخاباتو دلارې ټاکل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG