لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې د افغان صدر محمد اشرف غني د واک موده وغځوله


د صدر غني د صدارت موده د قانون له مخې د مئ میاشتې پر ٢٢مه ختمیدونکې وه
د صدر غني د صدارت موده د قانون له مخې د مئ میاشتې پر ٢٢مه ختمیدونکې وه

د افغانستان د حکومت یو ویاند ویلي چې د هیواد سترې محکمې د ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ موده، د صدارتي انتخاباتو د ترسره کېدو پورې غځولې ده.

د افغانستان د اساسي قانون (آئین) له مخې، د ولسمشر د واک موده د مې میاشتې پر ٢٢مه ختمیږي، او له هغه وروسته باید واک نوي صدر ته وسپارل شي. خو په افغانستان کې سږ کال د ولسمشرۍ انتخابات ځنډېدلي او تمه ده چې د سپټمبر پر ٢٨مه ترسره شي.

د انتخاباتو په ځنډېدو او د مې مېاشتې د ٢٢مې نیټې (آئیني نیټې) په رارسېدو سره، په افغانستان کې دا پوښتنه راولاړه شوه چې یوه میاشت وروسته به د حکومت د دوام قانوني جواز څه وي.

په دې منځ کې د صدارتي انتخاباتو یو شمیر کاندیدانو غږ اوچت کړ چې ولسمشر غني دې باید له واکه لیرې شي او څوکۍ دې یو نگران صدر ته ورپرېږدي.

په افغانستان کې ځایي رسنیو د سترې محکمې یو بیان خپور کړی چې له مخې یې، سترې محکمې د ولسمشر غني د واک موده، صدارتي انتخاباتو تر پایه غځولې ده.

د سترې محکمې دا بیان په رسمي توگه تر اوسه نه دی جاري شوی، خو هغه متن چې پر رسنیو خپور شوی، په کې راغلي چې پخوا هم د ولسمشر (حامد کرزي) د واکمنۍ موده د انتخاباتو د ځنډ له امله غځول شوې وه، او اوس هم د هیواد گټو ته په نظر کې نیولو او د اساسي قانون (آئین) متن ته په پام سره، ستره محکمه د ولسمشر غني واک غځوي.

د حکومت د اجراییه رئیس نایب ویاند، فریدون خوځون له اې اېف پي سره په خبرو کې پخلی کړی چې سترې محکمې داسې فیصله کړې ده، او دا یې هم پسې زیاته کړې چې د اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله د کار موده هم غځېدلې ده.

غبرگونونه

د ولسمشر غني سیاسي مخالفینو د دې خبر په وړاندې په غبرگون ښودلو پیل کړی دی. د سولې او اعتدال انتخاباتي ډلې ملاتړی او د جمعیت اسلامي گوند اجراییه رئیس عطا محمد نور په یو بیان کې ویلي: "که چیرته د افغانستان سترې محکمې د ملي وحدت د حکومت موده غځولې اوسي، دا ناقانونه کار دی او د صدر تر اثر رسوخ لاندې ترسره شوی. دا د سترې محکمې اختیاراتو ته زیان رسوي. زه پر خپلو همکارانو او نورو صدارتي امیدوارانو باندې غږ کوم چې پر دې مسئلې باندې د غور کولو دپاره، قانونپوهان او وکیلان راوبلي."

بل پلو د پوهنتون استاد او د نړېوالو اړیکو د چارو کارپوه، نصرالله ستانکزی هم د حکومت د مودې غځول ناقانونه گڼي. هغه وي او اې ډېوه ته وویل: "زه فکر کوم چې سترې محکمې دغه پرېکړه کاپي شوې ده د ١٣٨٨ کال د انتخاباتو د ځنډېدو په ارتباط چې د حامد کرزي په وخت کې و، پر هغه یې استناد کړی. هېڅ حقوقي بنسټ نه لري."

خو څیړونکی عبدالرشید آرین بیا وایي دا پرېکړه د افغانستان د آئین سره اړخ لگوي، او دلیل یې دا دی چې په هیواد کې د ناورین د نه رامنځته کیدو په اړه، ستره محکمه واک او اختیار لري چې دا ډول پرېکړې وکړي.

ښاغلي آرین ډېوه ته وویل: "د سترې محکمې فیصله د اساسي قانون له روحیې سره مطابق ده، ځکه په اساسي قانون کې هم د ملي شورا دوره او هم د ریاست جمهوري (صدارت) دوره تر انتخاباتو وروسته د نوې شورا د پرانیستلو پورې ادامه پیدا کوي او د ریاست جمهوري دا هم د نوي رئیس جمهور (صدر) تر تحلیفه (سوگند پورته کولو) پورې ادامه پیدا کوي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG