لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خراب امن او اقتصاد له امله افغانان د نورو هیوادونو مخه کوي


که څه هم افغان مشران غوښتنه کوي چې ځوانانو دې افغانستان د بیا ابادولو په کوښښونو کې برخه واخلي، هیواد کې د امن او د اقتصاد خراب صورتحال له امله خارجي هیوادونو ته د تلونکو افغانانو شمیره په زیاتیدو ده
که څه هم افغان مشران غوښتنه کوي چې ځوانانو دې افغانستان د بیا ابادولو په کوښښونو کې برخه واخلي، هیواد کې د امن او د اقتصاد خراب صورتحال له امله خارجي هیوادونو ته د تلونکو افغانانو شمیره په زیاتیدو ده

که څه هم افغان مشران غوښتنه کوي چې ځوانانو دې افغانستان د بیا ابادولو په کوښښونو کې برخه واخلي، هیواد کې د امن او د اقتصاد خراب صورتحال له امله خارجي هیوادونو ته د تلونکو افغانانو شمیره په زیاتیدو ده.

افغان مامورین وايي په دې ورستیو میاشتو کې نوي پاسپورټونو دپاره د درخواستونو شمیره دومره زیاته شوي ده چې طلب پوره کول يي د وس نه بهر شوي دي.

کابل کې د پاسپورټ ددفتر مشر سید عمر صبور وايي کال وړاندې به يي درخواست گزار ته په دواو ورځو کې پاسپورټ جوړولو خو اوس پاسپورټ په څلویښتو ورځو کې درخواست گزار ته ورکوي.

په تیرو څو میاشتو کې په زرگونو افغانان د ښه ژوند په تکل کې یورپ ته تللې دي او هیواد کې د ملگرو ملتونو د دفتر یوناما مشر نکولس هیسم وايي په داسې مهال چې نړي واله ټولنه افغانستان کې خپله موجودگي کموي جنگ ځپلی هیواد د امینت کړکیچن او په اقتصادي توگه د خراب صورتحال سره مخ دی.

ښاغلی هیسم وايي د زیاترو افغانانو نظر په راتلونکي وخت باندې دی او ډیر خلک د ائنده په هکله خوشبینه نه دي.

د اختر په موقع خپل پیغام کې صدر اشرف غني وويل حکومت يي په قامي اقتصاد کې بهترۍ دپاره د هیواد دننه او بهر د سیمه ایزې همکارۍ دلارې کوښښونه کوي او حالات به زر بدل شي.

په دري ژبه کې صدر اشرف غني وویل د حکومت کوښښونه به يي ښې نتیجې راوړي او په راتلونکو میاشتو کې به د حکومت توجه په اقتصادي پروگرامونو مرکوزه وي. هغه په افغانانو غږ وکړو چې مایوسۍ او ناامیدۍ ته دي ځانونه نه ورکوي.

د یوناما مشر د نړي والې ټولنې نه وغوښتل چې افغانستان نه دې سترگې نه اړوي.

نکولس هیسم وايي نړي والې ټولنې ته پکار دي چې د افغانستان ملاتړ جاري وساتي ځکه که چرې دا وخت افغانستان نه لاس واخیستلی شي نو په نتیجه کې به نړي واله ټولنه هیواد نه د مهاجرینو د مسلې سره مخ شي.

څیړونکې وايي زیاتره افغانان د صدر اشرف غني او د نورو قامي مشرانو په دې لوظونو څه ډیر اتبار نه کوي چې گنې زر به افغانستان کې اقتصادي سوکالي او امن راشي او مثال يي په هیواد کې اداري فساد، او د عدليي ترڅنگ په نورو حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو نشت والی ورکوي چې له امله يي بااثر خلک یا حکومتي مامورین په جرمونو کې د ککړتیا باوجود هم د سزا نه ځانونه وساتلی شي.

او په هیواد کې د تشدد ورستۍ پیښو طالبانو او د حکومت ترمنځ د امن مذاکراتو د زر شورو کیدو امیدونه هم نسکور کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG