لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې پوځي هېلې کاپټر غورځېدلی، دوه پایلټان یې مړه شوي


د نومبر په میاشت کې د افغانستان په لوگر ولایت کې د یو بل هېلي کاپټرد غورځېدو له امله دوه امریکايي عسکر مړه شوي وو
د نومبر په میاشت کې د افغانستان په لوگر ولایت کې د یو بل هېلي کاپټرد غورځېدو له امله دوه امریکايي عسکر مړه شوي وو

د افغانستان په فراه ولایت کې یو پوځي هېلې کاپټر غورځېدلی او دوه پایلټان یې مړه شوې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ترجمان روح الله احمدي وویل د اېم ٣٥ نومې هېلې کاپټر د فراه په پور چمن ولسوالۍ کې د شورو، چهارشنبې، په سحر ١١ بجې وغورځېدلو.

د ای پي خبري ادارې ترمخه هېلې کاپټر د ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز فراه ښار ته په پرواز و چې د ټېنیکي خرابۍ له کبله وغورځېدلو. روح الله احمدزي وویل د هېلې کاپټر د غورځېدو په اړه تحقیقات شروع کړی شوې دي.

د نومبر په میاشت کې د افغانستان په لوگر ولایت کې د یو بل هېلي کاپټرد غورځېدو له امله دوه امریکايي عسکر مړه شوي وو. که څه هم امریکايي ځواکونو هغه وخت په هېلې کاپټر د حملې امکان رد کړی و خو طالبانو دعوه کړې وه چې هېلې کاپټر دوی ویشتلی و . امریکايي پوځ دغه خبره رد کړې وه.

د لوگر د پېښې نه یوه میاشت وړاندې په بلخ ولایت کې هېلې کاپټر په غورځېدلو کې د افغان پوځ اووه کارکوونکي او د هېلې کاپټر د عملې غړي مړه شوي وو. د هېلې کاپټر د غورځېدلو علت ټېنیکي خرابي ښودل شوي وه.

ای پي وايي د افغانستان قریباَ نیمايي برخه د طالبانو د اثر دلاندې ده او طالب وسله وال خوا او شا هره ورځ د افغان او امریکايي ځواکونو او د افغان حکومت خلاف حملې ترسره کوي. رپورټ وايي په هېواد کې د تشدد دغه لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې طالبان د امریکې سره د سولې خبرې هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG