لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي په فراه ولایت کې ٢٠ پولیس وژل شوي


د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د افغان پولیس په قافله حمله د اتوار، یکشنبې، په ورځ د لاش او جوین ولسوالۍ سره نژدې وشوه
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د افغان پولیس په قافله حمله د اتوار، یکشنبې، په ورځ د لاش او جوین ولسوالۍ سره نژدې وشوه

د افغانستان په فراه ولایت کې طالب وسله والو د پولیس په قافله حمله کړې او ٢٠ پولیس مامورین یې وژلې دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د افغان پولیس په قافله حمله د اتوار، یکشنبې، په ورځ د لاش او جوین ولسوالۍ سره نژدې وشوه.

د ای پي ترمخه قافله د ولسوالۍ د پولیس د نوي مشر د معارفي کولو دپاره په لار وه چې حمله پرې وشوه. حمله کې د پولیس نوی مشر هم وژل شوی دی، رپورټ وايي.

په ورستیو ورځو کې طالب وسله والو په افغان امنیتي ځواکونو حملو کې چټکتیا راوستې ده.

دا حملې په داسې حال کې هم کېږي چې په نړیواله کچه په افغانستان کې د سولي دپاره کوښښونه هم تند شوې دي.

د افغانستان په مغربي فراه ولایت کې د تشدد ورستۍ پېښې په ورځ افغان رسنیو دا خبر هم خپور کړو چې په مشرقي ننگرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې ترجمان د گډو ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

د پژواک د خبر ترمخه په عملیاتو کې د داعش خراسان ډلې وياند شرافت شفق او نور ګڼ شمېر داعشيان او طالبان هم وژل شوي دي.

په ننګرهار کې وخت په وخت د داعش د مشرانو د وژنې خبرونه مخې ته راځي.

د اګست په مياشت کې د افغان صدراتي ماڼۍ ارګ مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي ویلي ؤ چې په ننګرهار کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په عملياتو کې د داعش د افغانستان مشر ابو سعيد اورکزی وژل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG