لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دفاع وزارت: په تازه جګړو کې ۱۴۳ طالب وسله وال وژل شوي


افغان صدر اشرف غني په یو ټېلې وژن مرکه کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان لپاره سوله لومړیتوب ده؛ خو که طالبان جګړه غواړي؛ نو اماده دی، چې تر وروستۍ سلګۍ یې ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو لپاره وجنګیږي
افغان صدر اشرف غني په یو ټېلې وژن مرکه کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان لپاره سوله لومړیتوب ده؛ خو که طالبان جګړه غواړي؛ نو اماده دی، چې تر وروستۍ سلګۍ یې ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو لپاره وجنګیږي

د اختر په موقع د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ډز بندې وروسته د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړه بیا شروع شوي او د دفاع وزارت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۴۳ طالب وسله وال وژلي.

د ملي دفاع وزارت مسولین وایي چې ځواکونو یې په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ جګړو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژلي او ۶۶ نور یې ټپيان کړي دي.

وسله والو طالبانو د ملي دفاع وزارت د یادې ادعا په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو کتونکي د جګړې پېل اندیښمنونکی بولي او وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو باید امنیتي وضعیت روښانه شي.

افغان حکومت طالبان د جګړې لیکې د تودولو او د تاوتریخوالو د زیاتولو مسول بولي.

کابل نه د وي او ای ډیوه خبریال په خپل رپورټ کې وايي په ۲۰ ولایتونو کې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته جګړه پیل شوي او ترڅنګ یې د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي.

خو د جګړې په دوام د ملي د فاع وزارت ویاند د ٢٠٩ وسله والو طالبانو مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د وزارت ویاند روح الله احمدزی ډیوه سره خبرو کې وویل، "زموږ امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په ګډون په زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې د وسله والو ډلو د ځپلو په موخه په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ جګړو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژلي او ۶۶ نور یې ټپيان کړي دي."

احمدزی وایي زموږ امنیتي ځواکونو وسله والو طالبانو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې سربیره ۵۲ کړۍ بېلا بېل ماینونه هم کشف او له منځه وړي.

که څه هم وسله والو طالبانو د ملي دفاع وزارت د یادې ادعا په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي. خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، چې د طالبانو درې ورځنی اوربند پای ته رسیدلی او ښایي، چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي.

هغه زياته کړې، چې دوی د دغې ډلې فعاليتونه له نږدې څاري.

په ورته مهال د سیاسي چارو کتونکی ثنالله مخلص وایي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جنګ دوام یوازې د یوې ډلې کار نه دی ولې بېلابېلې ډلې جنګ کوي که څه هم طالبانو اختر کې اوربند وکړ خو بیا هم اوربند د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې شاهد وه.

د دې سره سره د ولسمشر په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو او نړیوالو متحدینو طالبانو ته ویلي چې د سولې لاره خپله کړي، که نه د دوی په خبره د جګړې دوام نه د طالبانو او نه هم د افغانستان په ګټه دی.

خو ولسمشر اشرف غني ویلي سوله لومړیتوب دی؛ کنه جګړې ته هم اماده یو.ولسمشر محمد اشرف غني (PBS) ټلویزوني شبکې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې واک به د ټاکنو له لارې پرېږدې او د واک د انتقال لپاره ورته بله لار د منلو نه ده.

نوموړي د طالبانو جګړو ته په اشارې ویلي، چې اوس مهال د افغانستان لپاره سوله لومړیتوب ده؛ خو که طالبان جګړه غواړي؛ نو اماده دی، چې تر وروستۍ سلګۍ یې ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو لپاره وجنګیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG