لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي افغانستان کې په جګړه کې د ځايي پوځ ۱۷ عسکر وژل شوي دي


د افغانستان د دفاع وزارت ويلي به تخار کې د محلي اردو ۱۷ عسكر وژل شوي
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي به تخار کې د محلي اردو ۱۷ عسكر وژل شوي

د افغانستان په شمالي تخار ولایت کې مسلح حمله کوونکو په ځايي امنیتي ځواکونو حمله وکړه چې په نتیجه کې د دواړو خواو ترمنځ جګړه پېل شوه او پکې د ځايي پوځ ۱۷ عسکر ووژل شو.

د تخار ولایت ګورنر ترجمان محمد جواد هجري وویل طالب وسله والو د اتوار، یکشنبې، په شپه د ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې حمله وکړه، جګړه څو ګنټې روانه وه او د کومک ورسېدو وروسته ختمه شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت وویل په جګړه کې د محلي پوځ ۱۷ عسکر ووژل شو. دغه عسکر د افغانستان د قومي پوځ نه بېل ديد چې په سیمه ایزه توګه د امنیت ساتنې دنده په غاړه لري.

په عین حال کې د افغانستان په بلخ ولایت کې مامورینو وویل د خالي، شنبې، په ورځ په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې د ځايي امنیتي ځواکونو نهه کسان وژل شوي او اووه نور یې زخمیان کړي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا تنقید پرې کېږي چې حملو ته یې دوام ورکړی چې زیاتره پکې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په فېبرورۍ کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولي لوظنامه دستخط کېدو نه څو ورځې وړاندې طالبانو ډزبندي کړې وه او په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې کمی شوی و خو ورستي رپورټونه ښايي د تشدد پېښې بیا زیاتې شوې دي.

د افغانستان طلوع ټېلې وژن موندنې ښايي چې د فېبرورۍ په ۲۹ د امریکې او طالبانو ترمن لاس لیک شوي معاهدې نه وروسته طالبانو په افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۰۰ نه زیاتې حملې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG