لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په کندهار، هلمند او هرات کې جګړې او د بریا دعوې روانې دي


Afghanistan
Afghanistan

افغانستان کې چارواکي وايي چې په کندهار، هرات او د هلمند په بیلا بیلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځه سخته جګړه روانه ده. دواړه خواوې د جګړې په وخت د بریا دعوې خپروي خو سیمې ازاد خبریالان نشي ورتلې چې ځمکني حالات معلوم کړي.د سیمې څخه په کډه محبوره کړی شوو خلکو هم په دغه سیمو کې د سختې جګړې په اړه ویلي.

هرات جګړه

د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد حسن په ټوېټر دعوه کړې ده چې د هرات ښار پوښتون پل سیمه یې د ترهګرو صفا کړې ده او د اولسي پاڅونوالو په مرسته دا وخت په سیمه کې چاڼیز عملیات روان دي.

خو د طالبانو ویاند بیا په ټوېټر لیکلي دي چې په سیمه کې ددوي واک دی او ددوي وسلوال هم په سیمه کې موجود دي.

ددې ترڅنګ د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وي او ای اشنا ته ویلي دي د هرات ولایت د خواجه انصاري نړیوال هوايي ډګر سره خوا ته د امنیت صورتحال تر اوسه سم نه دي او جګړه روانه ده ځکه یې ددغه ائیر پورټ څخه د هوايي جازونو الوت بند کړی دی او چې څنګه حالات سم شي بېرته به الوتنې پېل شي.

هلمند جګړه

رایټرز خبري اداره په هلمند کې د چارواکو له خلې وايي چې د لشکر ګاه ښار ته نزدې زندان خوا ته د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه سختې انښتې روانې دي او طالبان د سیمې اهمو سرکاري ودانو ته نزدی شوي دي.

رائیټرز د لشکر ګاه د مېوند پوځي کمانډر سید سمیع سادات له خلې وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه د طالبانو شوې حمله ناکامه کړی ده او دوي یې پشا کړي او ورته یې درنه مرګ ژوبله اړولی ده.

د اتوار په ورځ د مېوند ځواکونو ویاند ډګرمن عبدالقدیر بهادرزي امریکا غږ ته ویلي وو چې ځواکونو یې د هوايي ځواک په مرسته د لشکرګاه په زندان برید ناکامه کړی او د ګډو عملیاتو په وخت یې 51 طالبان وژلي دي. هغه زیاته کړې په سیمه کې د طالبانو مړي پراته دي او برید تمبولی شوې.

خو عیني شاهدان بیا وايي چې سیمه کې سخته جګړه روانه ده او سیمې څخه یوشمېر کورنۍ د جګړې له ویرې بې ځایه شوي دي.

طالبانو بیا په هلمند کې د ځینو سیمو د نیولو دعوه کړی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر یوه وډیو خپره کړې ده چې پکې ښودلی کېږي چې تر 26 پورې طالبانو تسلیم شوي خو تر اوسه کومو ازادو سرچینو د طالبانو د ویاند ددې دعوې تائید نه دی کړی.

کندهار جګړه

د کندهار تخته پل یږ امنیتي چارواکي هاشم رېګوالوایس اف امریکا ته ویلي دي چې طالبانو تېره شپه د کندهار په تخته پل کې د امنیتي ځواکونو په یو مرکز ډله ایز برید کړی وو چې ناکامه کړی شوی دی. ددغه چارواکي له خلې چې د هوايي ځواک او ځمکني عملیاتو په وخت یې طالبان پشا تمبولي او دعوه یې کړی 35 وسلوال یې وژلي دي.

رېګوال وویل چې طالبانو وسلوال له نزدې سیمې سپین بولدک نه راغونډ کړي وو چې په امنیتي مرکز یې برید کړی .

د طالبانو ویاند یوه ورځ وړاندې دعوه کړی وه چې وسلوالو یې د احمد شاه بابا کندهار په هوايي ډګر برید کې د جازونو سړک یا رن وی په توغندیو زیاني کړې ده. د هغه له خلې چې ددغه هوايي ډګر په کندهار په طالبانو هوايي بریدونو لپاره جنګي حازونو الوت کوو.

چارواکو ویلي د ائیر پورټ د جازونو د الوت لپاره کارول کېدونکي سړک په سمولو کار پېل کړی او ویلی یې وو چې تر ګل دوشنبې تر ماښامه پورې رن وی بېرته د استعمال وړ وي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG