لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې دپولیو پینځه ورځنی کمپاین پیل شو


دافغانستان د روغتیا وزارت ویلي، دپولیو پرضد پینځه ورځنۍ کمپاین چې دهیواد په ۳۴ ولایتونو کې نن د دوشنبې په ورځ پیل شوی پکې به ۹ اعشاریه ۹ میلیونو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ورکول کیږي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت دپولیو دپروګرام دعامه پوهاوي د برخې مشر امیرجان را سخ امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،په دې کمپاین کې دپولیو څاڅکو ترڅنګ دبیلابیلو ناروغیو په مقابل کې دماشومانو دبدن مقاومت دپیاوړي کیدو لپاره هاغو اته اعشاریه نهه میلیونو ماشومانوته چې عمرونه یې له شپږمیاشتو څخه تر پنځوکولو پورې وي ،د ويټامین اې ګولی هم ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه دپولیو پرضد دا پنځه ورځنی کمپاین په ټول افغانستان کې پلی کیږي او موخه یې هم دا ده چې ۹ اعشاریه ۹ ملیونو ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۵ کلونو څخه کم وي دپولیو دوه څاڅکي ورکړل شي

هغه وویل دپولیو دا کمپاین د څه باندې ۷۰ زره روغتیايي کارکوونکولخوا په ۳۴ ولایتونو کې عملي کیږي

د روغتیا وزارت ناامني د پولیو کمپاین پروړاندې سترګواښ ګڼلی او ویلي دي چې دپیل شوي کمپاین پرمهال به شاوخوا ۱ میلیون ماشومانو ته دامنیتي ستونزو له امله د پولیو څاڅکي نه شي رسیدلی.

دپولیو دعامه پوهاوي دبرخې مشر وویل "دا ماشومان زیاتره په هغو سیمو کې دپولیو کمپاین له پوښښ څخه محرومیږي چې مونږ په کې دپولیو د ویروس مثبتې پیښې هم لرو دبیلګې په توګه د کندهار،هلمند،زابل،ارزګان،ننګرهار،او کنړ ولایتونو لرې پرتې سیمې چې ناامنه دي"

په افغانستان کې د نږدې ۱۰ میلیونو ماشومانولپاره دپولیو سرتاسري پینځه ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د روغتیا وزارت ویلي په روان میلادي کال کې دپولیو ۱۰ مثبتې پیښې رامنځته شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي،د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې دکندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې دپولیو ۴ مثبتې پیښې،سپین بولدک کې یوه پېښه،درې پیښې په کنړ ولایت کې،په ننګرهارکې یوه پیښه او همداراز په هلمند ولایت کې هم دپولیو یوه مثبته پیښه ثبت شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG