د اتوار/ يکشنبې په ورځ په افغانستان کې چارواکو ويلي، په شمالي صوبه بغلان کې د جمعې په ورځ راغلو سېلابونو کې د مړينو شمېره 315 ته سېوا شوې ده او د 1600 نه زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالو وزارت ویلي، په سېلابونو کې 2600 کورونه زیانمن شوي دي.
د وزارت د بغلان دفتر ويلي، دا ابتدايي اندازې دي ځاني او مالي تاوانونه سېوا کېدی شي.
د خوراک نړیوال پروګرام ويلي، هغه علاقې چې سېلاب ځپلي هلته ګاډي نه رسي، د خرو سره نورې لارې خپلوي چې د سېلاب څخه بچ شوو ته مرستې ورسوي.
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش په بغلان کې اوښتو تاوانونو باندې د خفګان څرګندونه او غمجنو کورنيو سره خواخوږي کړې ده.
هغه ويلي، ملګري ملتونه او همکاران یې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په رابطه کې دي چې په بېړنۍ توګه مرستې ورسوي.
امریکې هم په بغلان او ځينې نورو صوبو کې په سېلاب راتلو ژوند خفګان ښکاره کړی دی.
د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي تامس ويسټ ویلي، زمونږ همکاران د خوراک او اوبو سره نورې مرستې رسوي.
د طالبانو د مرستيال وزيراعظم عبدالغني برادر دفتر ويلي، برادر د اتوار په ورځ صوبې ته سفر کړی چې د سېلاب څخه ژغورلو عملیات، طبي مرستې او خوراک سره عارضي سرپناه حالات وګوري.
د اپرېل په نيمايۍ کې هم په افغانستان کې د تېزو بارانونو له امله په 34 کې په 32 صوبو کې بارانونه راغلي، د 100 نه زيات کسان پکې وژل شوي او نزدې 1000 کورونه پکې تباه شوي وو.
Forum