لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سرپرست خارجه وزیر وايی د هېواد ثبات د ځنځیر په څېر د گاونډیو هیوادونو سره تړلی دی


دافغانستان نوی سرپرست وزیر تردې مخکې د ولسمشر اشرف غني ویاند د دفتر ريیس او همداراز په ارګ کې په ګڼو نورو دندو پاتې شوی
دافغانستان نوی سرپرست وزیر تردې مخکې د ولسمشر اشرف غني ویاند د دفتر ريیس او همداراز په ارګ کې په ګڼو نورو دندو پاتې شوی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیرهارون چخارنسوري چې دزیارت، پنجشنبې، په ورځ دندې ته د معرفي کیدو مراسمو ته وویل په بهرني سیاست کې له نړیوالو متحدینو سره دافغانستان اړیکې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي.

چخانسوري وویل د افغانستان بهرني سیاست په لومړی مرحله کې ګاونډي هیوادنه دی او له شک پرته دافغانستان ثبات په مسقیمه توګه په ځنجیري شکل له ګاونډیو هیوادنو سره ارتباط لري. هغه وویل افغانستان په څرګنده توګه د ښه ګاوڼډیتوب په اړیکو ټینګار کړی دی.

دبهرنیو چارو سرپرست وزیر دافغانستان دبهرني سیاست په دویمه حلقه کې له ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه له امریکا متحدو ایالتونو،جاپان کاناډا،اسټرلیا او اروپايي هیوادونو څخه په دې خاطر مننه وکړه چې له افغان حکومت څخه یې ملاتړ جاري ساتلی دی.

هغه وویل "په دې سراتیژیکه حلقه کې زمونږ اړیکې تعریف شوي او دوامداره دي او دا اړیکې دملتونو او دولتونودمشترکو ګټونو پربنسټ ترپخوا نور هم پیاوړې کیدای شي."

سرپرست وزیرهارون چخانسوري وویل له اسلامي هیوادونوسره دافغانستان روابط دافغان حکومت دبهرني سیاست یوه مهم برخه جوړوي او دا اړیکې هم واضحې دي.

هغه وویل افغانستان داسلامی نړۍ یو مهم غړی دی اود اسلامي ارزښتونو په دفاع کې مخکې دی او د دې هیوادونو دیوالي لپاره یې هڅې کړي دي.

چخانسوري وویل اسلامي نړۍ تربل هروخت ګټې همکاري ته ضرورت لري ترڅود موجوده معنوي او مادي ظرفیتونو څخه داسلامي پیوستون،دافراطیت ضد مبارزه اود سرتاسري سولې د تامین لپاره عظمې ګټې واخیستل شي.

دافغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي له اسیايي هیوادونو سره دافغانستان بهرنی سیاست داړیکو نوی فصل د پرانیستل کیدو په حال کې ده.

د ده په وینا سوداګرۍ او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې د اسیايي هیوادونو وړتیا کولی شی چې مونږ ګډو موخو ته ورسوي.

افغان خارجه سرپرست وزیرپه رسمي توګه د دندې دپیلولو په مراسمو کې له نړیوالو سازمانونو سره دافغانستان بهرني سیاست په تړاو وايي له ټولو نړیوالو سامانونو په ځانګړې توګه نړیوالې ټولنې،نړیوال بانک داسیا پراختیایي بانک نړیوال وجهي صندق اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو اداروپه تیرو کلونو کې له افغان حکومت سره دپام وړ مرستې کړې.

نوموړي وویل "سیمه ییزه همکارۍ زمونږ لپاره یو اصل دی او دسیمې او نړۍ هیوادونو سره دسیاسي فرهنګي اقتصادي اړیکو پراختیا زمونږ لپاره ځانګړۍ ارزښت لري او اړتیا ده چې دهیواد سیاسي نماینده ګۍ له واضح لیدلوري سره فعالیت وکړي."

هارون چخانسوري وايي دسولې موضوع افغان حکومت ته چې له لومړیتوبونو څخه یې ده ځانګړي ارزښت لري.

د هیواد خارجه سرپرست وزیرله ټولو افغان سفیرانو څخه وغوښتل چې د سولې د موضوع په تړاو پیاوړی رول ادا کړي اوپه وینا یې له دې مهم پروسې سره نږدې همکاري وکړي.

هارون چخانسوري په داسې حال نن په رسمي توګه دبهرنیو چارو وزارت دسرپرست وزیر په توګه دند پېل کړه چې ترده وړاندې ادریس زمان د دې وزرات چارې مخته وړلې.

دافغانستان نوی سرپرست وزیر تردې مخکې د ولسمشر اشرف غني ویاند د دفتر ريیس او همداراز په ارګ کې په ګڼو نورو دندو پاتې شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG