لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان حکومت او طالب مشرانو ترمينځ مذاکرات پيرس کې کيږي


افغان صدر وئيلي وؤ چې دهغه هيواد دامن او هر حقيقي او سم گام خواهش لري، که دا دملگرو ملتونو له لوري وي او که دافغان مشرانو له لوري دهغه حکومت به يې هرکلى کوي
افغان صدر وئيلي وؤ چې دهغه هيواد دامن او هر حقيقي او سم گام خواهش لري، که دا دملگرو ملتونو له لوري وي او که دافغان مشرانو له لوري دهغه حکومت به يې هرکلى کوي
په داسې حال کې چې کال ٢٠١۴م کې دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونه افغانستان څخه دوتلو تيارۍ کوي دشورو په ورځ دافغان حکومت ، طالبانو او نورو ډلو ترمينځ دفرانس پايتخت پيرس کې درې ورځنۍ خبرې اترې کيږي.
فرانس دافغان حکومت، طالبانو او نورو ډلو ترمينځ دخبرو اترو لپاره دغونډې دغه مشري څو ورځې وروستو له هغې کوي چې دافغانستان څخه يې خپل پوځيان وويستل.
راپورونه وائي چې دغه غونډه به دپيرس سره نزدې په يو نامعلوم مقام کې ترسره کيږي او پکې به دميډيا دکوريج اجازت نۀ وي.
دا به لمړۍ موقع وي چې طالب مشران، دافغانستان دامنيتي شورا چارواکي او دنورو يو شمير ډلو غړي دخپل هيواد دراتلونکي په اړه خبرو اترو لپاره دمذاکراتو په يو ميز کښيني.
دافغانستان صدر حامد کرزي دکال ٢٠١٠م دستمبر په مياشت کې دافغانستان امنيتي شورا قائمه کړې وه او ددغه امنيتي شورا مهم عمل طالب جنگيالي دمذاکراتو ميز ته رابلل، هغوي دتشدد دلارې پريښودو ته مائيلول او دافغانستان جوړجاړي په عمل کې شريکول دي.
افغانستان کې دنيټو دځواکونو په ضد دطالبانو ترڅنگ په جگړه بوخت جنگيالى مشر گلبدين حکمت يار هم په فرانس کې ترسره کيدونکې دغه غونډه کې برخه اخلي، او دهغه دهيئت مشري به دهغه زوم غيرت بهير کوي.
بهير وائي چې دهغه ډلې او طالبانو په مذاکراتو کې په برخې اخستو اتفاق کړى ځکه چې افغانستان څخه دفرانس دحکومت لخوا دخپلو پوځيانو درابللو دعمل هغوي ستائينه کوي.
هغه وائي چې مونږ باور کوؤ په افغانستان کې دبهرنو ځواکونو دموجوديت سره به دافغان شخړې هيڅ پرامنه هوارى نۀ وي، نو ځکه دا غونډه زيات ارزښت لري، دغه غونډه په يو ډير سخت او مهم وخت کې ترسره کيږي او مونږ هڅه کوؤ چې دموقعې څخه گټه پورته کړو.
هغه وائي چې دغه خبرې اترې دافغانستان په مشرۍ کيږي او فرانس يواځې داسانتيا ورکوونکي کردار ادا کوي،هغوي(فرانس) زمونږ په بحثونو کې برخه نۀ اخلي او هيله لرم چې ددې خبرو اترو به يوه مثبته نتيجه را اوځي.
بهير وائي چې دفرانس دتهينک ټينک فاؤنډيشن فار سټريټجک ريسرچ لخوا منظم شوې دغه غونډه کې امريکا برخه نۀ اخلي.
طالب مشران وائي چې په دغه موقع به يواځې ويناوې ترسره کيږي او دافغانستان دامنيتي شورا داستازو سره به څه رقم سياسي ژمنې نۀ ترسره کيږي.
دنهې په ورځ کابل کې دخبرو اترو په مهال دافغانستان صدر حامد کرزي دافغان مذاکراتو په اړه دخپل ملاتړ ژمنه تکرار کړې وه.
افغان صدر وئيلي وؤ چې دهغه هيواد دامن او هر حقيقي او سم گام خواهش لري، که دا دملگرو ملتونو له لوري وي او که دافغان مشرانو له لوري دهغه حکومت به يې هرکلى کوي.
په افغانستان کې دسياسي جوړجاړي لپاره ملاتړ سيوا شوى ځکه چې افغان مشران وائي قام دجگړې څخه ستړى شوى دى، افغانستان کې دبشري حقونو دتحفظ لپاره کارکوونکي وائي چې دښځو او په بنيادي بشري حقونو دسازباز پرته طالبانو سره جوړجاړى ممکن دى.
افغان امن کارکوونکې نرگس نهان وائي چې ځينې داسې دحکومت او پارليمان غړي شته چې دښځو دحقونو په ضد دي او د 1980 په خانه جنگۍ کې يې داقتدار لپاره دتشدد څخه کار اخستى ؤ.
په دغو مذاکراتو کې دطالبانو استازيتوب قطر کې دهغوي دسياسي دفتر سينئر غړي شهاب الدين دلاور او نعيم وردگ کوي.
شهاب الدين دلاور دطالبانو دحکومت په دور کې پاکستان او سعودي عرب کې سفير پاتې شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG