لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېنيوا کنفرانس: افغانستان سره به دا ځل د نړېوالو مرستې کمې او په "کلکو شرطونو" تړلې وي


ټاکل شوې ده چې د گل/دوشنبي او نهې/سې شنبې په ورځو د سوېټزرلېنډ په جينيوا ښار کې د افغانستان د پاره د نړېوالو مالي مرستو کنفرانس جوړ شي او هغه کې د نړۍ هېوادونه یو ځل بیا د افغانستان سره د آینده څلورو کلونو دپاره د خپلو مالي تعهداتو اعلان وکړي. ځینو ‌ذرائعو ویلي چې دا ځل به د افغانستان سره د نړېوالو کومکونه کم وي او تر څنګ به یې د دې مرستو په بدل کې ځیني شرطونه هم ولګول شي.

افغانستان، چې د یوه اړخه جنګ او کرونا وبا ځپلی دی، له بله اړخه به دا هفته د دې خطر سره مخ وي چې په جینیوا کنفرانس کې د نړېوالو مالي مرستې ورسره کمې یا محدودې کړی شي.

ټاکل شوې ده چې د نهې/سې شنبې په ورځ، د اویا (۷۰) ملکونو وزیران او د نړېوالو بشري تنظیمونو مشران د آنلاین غونډې له طریقه په جینيوا کنفرانس کې د افغانستان د ترقیاتي منصوبو د حفاظت دپاره په بلینونه ډالره مرستې اعلانې کړي.

په دې کنفرانس کې د ګډون دپاره، د افغانستان د حکومت یو جګپوړی پلاوی جينېوا ته تللی چې په هغه کې د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندېوال هم شامل دي.

د دې غونډې کوربه توب، د ملګرو ملتونو، فېنلېنډ او افغانستان چارواکو په غاړه دی.

د جینیوا کنفرانس کې به ځیني چارواکي د آنلاین لارې هم برخه واخلي، او تمه کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو سکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش هم کنفرانس ته ویناوې واوروي.

د امریکا له اړخه په دې کنفرانس کې د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال ډېوېډ هېل به د امریکایي هیئت مشري په غاړه ولري او د خارجه وزیر مایک پامپیو ویډیویي وینا به هم برخه والو ته وړاندې کړي.

د امریکا د خارجه وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې امریکایي پلاوی به د جینیوا په کنفرانس کې «یو امن، جمهوري، او په ځان ډاډه افغانستان ته چې له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي، په خپلو ژمنو به ټینګار وکړي.»

د مرستو ترڅنګ شرطونه:

که څه هم د جینېوا کنفرانس اصلي غونډه به د نهې/سې شنبې په ورځ وي، خو د هغه نه وړاندې د ګل/دوشنبې په ورځ به افغانستان په اړه نورې بېلابېلې غونډې هم په جینېوا کې ترسره شي چې موضوعات یې په افغانستان کې د دوامداره سولې ټینګېدل، د فساد یا کرپشن په وړاندې د مبارزې لارې چارې، او اقتصادي رفاه او د مرستو اغېزمنتیا ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د جینيوا کنفرانس په اړه وایي چې د جینيوا په مخکیني کنفرانس کې افغانستان چې کومې ژمنې یا وعدې کړې وې، هغه یې عملي کړي دي.

د مرستو د اعلانولو دا کنفرانس په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بې نتیجې ولاړ دي او صدر ټرمپ فیصله کړې چې په افغانستان کې به امریکایي عسکر په زرګونو شمېره کې راکموي.

د جینیوا د کنفرانس پنځو برخه والو د رایټرز خبري ادارې ته ویلي چې مرستندویه ډلې او هېوادونه به د خپلو مالي تعهداتو په بدل کې سخت سیاسي او د بشري حقونو شرطونه ولګوي.

په تېر مرستندویه کنفرانس کې چې په ۲۰۱۶ کال کې شوی و، مرستندویانو افغانستان سره د څلورو کلونو دپاره د پنځلس اعشاریه دوه (۱۵.۲) بېلینه ډالرو مرستې ژمنه اعلان کړې وه، یعنې په کال کې (۳.۸) بلینه ډالره.

په جینیوا کې د کېدونکي کنفرانس یو مغربي ډیپلومات برخه وال ویلي چې دا ځل به مالي مرستې، د پنځلسو نه واخله تر شل فیصدو (٪۱۵-۲۰) کمې وي، او دا هغه څه دي چې د کرونا وبا عالمي ستونزې ته په پام سره، هېوادونه یې افغانستان ته ورکولی شي.

رایټرز خبري ادارې د جګپوړو سفارتکارانو له قوله لیکلي چې د جینیوا کنفرانس نه وروستو، تمه ده چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې لوی پرمختګ ولیدل شي. د هغه په وینا، «د طالبانو او د افغان حکومت استازي به د جینیوا کنفرانس نه پس، د سولې په مذاکراتو کې یوه وقفه راولي، خو د دې وقفې نه مخکې به هغوی په مهمو امنیتي مسئلو باندې د توافق یوه مشترکه اعلامیه جاري کوي.»

طالبان د جینیوا کنفرانس ته نه دي بلل شوي، خو دې ډلې په مرستندویه تنظیمونو او نړېوالو غږ کړی چې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. طالبانو بیا دا هم ویلي چې که دا مرستې د غبن ښکار ګرځي او مستحقو خلکو ته نه رسیږي، نو بیا طالبان یې غوښتنه او ملاتړ نه کوي.

خو د افغانستان حکومت وایي چې د فساد یا کرپشن په وړاندې کلکه مبارزه کوي او په دې کې کلکه اراده او پلانونه لري.

نړېوال بنک په یو تازه رپوټ کې ویلي چې د کروناوبا له امله به د افغانستان په اقتصاد کې سږکال پنځه نیم فیصده (٪۵.۵) کمی راشي. په داسې یو وخت کې نړېوالې مالي مرستې افغانستان ته زیاتې مهمې دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG