لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني افغان عسکرو ته د طالبانو پر ضد د حملو امر وکړ


په افغانستان کې د تشدد د پر له پسې پېښو وروسته، صدر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې "د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو" پر ضد دې پوځي عملیات بېرته پیل کړي.

افغان ځواکونه په تېرو څو میاشتو کې یوازې په دفاعي حالت کې پاته شوي دي، ځکه ولسمشر غني ویلي و چې غواړي ډزبندۍ او د سولې خبرو ته لاره هواره شي.

مګر ښاغلي غني نن د نهې/سې شنبې په ماښام، په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې طالبانو د حکومت د "نیک نیت ښودلو، د اوربند دپاره د ملت، حکومت، او نړېوالې ټولنې د مکررې غوښتنې برعکس، خپل بریدونه او د جنګ شدت زیاد کړی دی."

ولسمشر غني زیاته کړه چې طالبان دې د سولې او ډزبندۍ پیشنهادونه، د افغان دولت د کمزورۍ نښه نه ګني.

افغان صدر دا هم وویل چې طالبانو "د پردیو په لمسون" جگړې ته زور ورکړی او د افغانانو وینې یې بهولي دي. ولسمشر غني زیاته کړه:

"د هیواد ددفاع، د هیوادوالو او عامه تاسیساتو د امنیت او خوندیتوب او د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفعه کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور کوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن پر وړاندې خپل عملیات پيل کړي."

یاده دې وي چې په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د لوظنامې له لاسلیکېدو راوروسته، طالبانو له امریکاییانو سره ډزبندي ساتلې ده، مګر په افغان عسکرو یې وخت ناوخت مرګوني بریدونه کړي دي او دا هم په کراتو څرګنده کړې چې د دوی ډزبندي له افغان حکومت سره نه، بلکې یوازې له نړېوالو ځواکونو سره ده.

له طالبانو نه ملګرو ملتونو، د اسلامي کنفرانس تنظیم، اروپایي اتحاد، او نورو نړېوالو ادارو هم غوښتي و چې جګړه دې کمه کړي یا ډزبندي دې وکړي، مګر طالبانو د روژې په میاشت کې هم ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو پر ضد به جګړه ونه دروي.

که څه هم ولسمشر غني د طالبانو خلاف د تعرضي عملیاتو (پوځي حملو) امر کړی دی، مګر تر څنګ یې نن بیا هم پر طالب مشرانو غږ وکړ چې ډزبندۍ ته دې غاړه کیږدي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې حکومت به یې د سولې دپاره عملي کوششونه جاري وساتي.

په همدې حال کې بیا طالبانو نن د نهې/سې شنبې په ورځ د بندیانو د تبادلې په ارتباط اعلان وکړ چې په مختلفو بهانو دې د قطر لوظنامې د عملي کېدو په مخکې له مزاحمته ډډه وشي.

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین پر ټویټر لیکلي چې دوی په دې وروستیو کې د افغان حکومت ۲۶۱ بندیان خوشې کړي دي. هغه په افغان حکومت دا تور لګولی چې دوی ته یې د بندیانو نیمګړی لېست ورکړی دی او په هغه کې ځیني داسې نومونه هم شته چې د طالبانو په باور، هغه کسان داعش ډلې نیولي دي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي و چې طالبانو سره یو شمېر قیدي افغان عسکر لاپته دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG