لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني ته د مخالفو کاندیدانو نوی گواښ: تر سبا له واکه لیرې شه


د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ (صدارت) څوکۍ ته کاندیدانو ولسمشر اشرف غني ته گواښ کړی چې دوی به د حکومت خلاف په کابل کې غټې مظاهرې جوړې کړي. د هغوی دعوه ده چې د ولسمشر غني د واکمنۍ دوره، د آئین له مخې، سبا د مې پر دوه ویشتمه ختمیږي او ښاغلی غني نور د آئین له مخې د خپل صدارت د غځولو اختیار نه لري.

د ولسمشرۍ دپاره کاندیدانو، بغیر له خپله اشرف غني چې هغه هم خپله کاندید دی، یوه شورا جوړه کړې او د نهې یا سې شنبې په ورځ یې یو ځل بیا په ټینگار وویل چې که صدر غني سبا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ څوکۍ خوشې نه کړي، نو دوی به یې په وړاندې د "هر ډول آپشن" نه کار واخلي.

په ورته وخت کې د صدر غني انتظامیه وایي چې تر څو انتخابات نه وي تر سره شوي، د آئین او د سترې محکمې د تفسیر پر بنیاد به، ښاغلی غني ولسمشر پاته وي. مگر مخالفین یې بیا دا دلیل هم راوړي چې د سترې محکې سره د آئین د تفسیر کولو اختیار نشته. د ولسمشر ویاند بیا دلیل راوړي چې که د سترې محکمې په شان لویه مرجع د آئین د تفسیر اختیار ونه لري، نو کاندیدانو ته چې تر اوسه عام خلک گڼل کیږي، چا د آئین د تفسیر اختیار ورکړی دی؟

د افغانستان د اساسي قانون (آئین) په ٦١مې مادې کې ویل شوي:

"د جمهور رئيس وظيفه ترانتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږى."

د هجري لمریز تقویم له مخې، د غبرگولي لومړۍ نیټه سبا ده چې د مئې له ٢٢مې سره سمون خوري.

خو په افغانستان کې د جمهوري ریاست (صدارت) انتخابات ځنډیدلي او د آئین د دغې مادې یوه برخه چې د انتخاباتو په اړه ده، نه ده عملي شوې. نو ځکه د ولسمشر غني پلویان پر همدې برخې ټینگار کوي او وایي چې تر څو انتخابات ترسره نشي، د آئین له مخې ولسمشر باید پر واک پاته وي.

د ولسمشر غني ویاند، هارون چخانسوري د انتخاباتو قانون ته هم اشاره کوي او وایي چې د دې قانون ترمخه، ولسمشر غني باید د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پر څوکۍ پاته وي:

د پاکستان د آئین خلاف، د افغانستان آئین دا لازمي نده گرځولې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دې نگران حکومت جوړ کړای شي. د نوي انتخاباتي تقویم له مخې، تمه ده چې په افغانستان کې راتلونکي صدارتي ټاکنې، د همدې کال د ستمبر پر ٢٨مه نیټه ترسره شي.

یاده دې وي چې په ٢٠١۴ کال کې هم په افغانستان کې صدارتي انتخابات ځنډېدلي و او هغه وخت هم د سترې محکمې لخوا د آئین د تفسیر پر بنیاد، د ولسمشر کرزي موده د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې غځول شوې وه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG