لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني مبارکه خرقه پرانیسته او د سولې دعا یې وکړه


صدر غني د خرقې په زیارت کې ـ کندهار
صدر غني د خرقې په زیارت کې ـ کندهار

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني، نن کندهار ته ولاړ او د دې ترڅنگ چې د هغه ولایت له پوځي، امنیتي، او سیاسي چارواکو سره یې لیدنې کتنې وکړې، د مبارکې خرقې زیارت ته هم ولاړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې ښاغلي غني د خرقې د زیارت متولي ته حکم وکړ چې د خرقې یا پیغمبر ته د منسوبې چپنې ځانگړی صندوق پرانیزي، او "بیا یې په هیواد کې د سولې، ثبات، خیر او فلاح لپاره د خیر دعا وکړه".

په خبرپاڼه کې یوازې همدومره راغلي چې د خرقې صندوق، د ولسمشر او ورسره پلاوي په شتون کې پرانیستل شو، خو دا نه دي ویل شوي چې ولسمشر دې خرقه پخپله راایستې وي.

صدر غني په داسې حال کې د خرقې زیارت ته ورغلی چې د طالبانو پر وړاندې یې د اختر په خاطر، اته ورځېنی اوربند اعلان کړی او طالبانو هم ویلي چې د اختر په ورځو به پر دولتي عسکرو حملې نه کوي.

په کندهار کې ساتل شوې "مبارکه خرقه" د اسلام پیغمبر ته منسوبه ده. دا خرقه یا چپنه، په اتلسمه پیړۍ کې د بخارا پاچا، د تحفې په ډول افغان پاچا، احمد شاه بابا ته ډالۍ کړې وه او له هغه وخت راهیسي په کندهار کې په یو زیارت کې ساتل کیږي او خلک، په خصوص د کندهار خلک، ورته ډیر ارادت لري.

په وروستي ځل، په کال ١٩٩۴ کې، د طالبانو لومړني مشر، ملا محمد عمر، مبارکه خرقه پخپلو لاسونو راایستې وه او خلکو ته یې ورښکاره کړې وه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG