لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمداشرف غني:دافغانستان ښارونه دې له مصرفي حالته تولیدي حالت ته وګرځوول شي


دافغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني
دافغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني

دافغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني د گل، دوشنبې، په ورځ د ښاروالانو د دریم ملي کنفرانس پرانیستنه وکړه او په دې مهال یې وویل دښارونو دپرمختګ لپاره باید ښاروالان د سوداګرو پانګونه جلب کړي.

محمد اشرف غني د هیواد ښاروالانو ته لارښونه وکړه چې دښارونو دصنعتي کیدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او دافغانستان په سترښارونوکې له اقتصادي اړخه د نړۍ او سیمې په کچه دلومړي درجې شرایط برابر کړي.

نوموړي وړاندې وویل "زمونږ ښاروالۍ باید دخصوصي سیکټور پانګونې دجلبونو اصلي لامل شي اوپه افغانستان کې دسیمې او نړۍ په کچه دلومړی درجې شرایط کې برابرکړي ،نږدې زمونږ ټول ښارونه مواصلاتي ښارونه دي او دنړیوال تجارت له مخې دافغانستان دټولو ښارونو موقعیت باید واضحه شي."

محمد اشرف غني وویل په ښارونو کې داقتصادي پرمختګ لپاره باید دبهرنیانو په مرستو تکیه ونه شي او دافغانستان سترښارونه دتجارت په سترو ښارونو باندې بدل شي ترڅو کوالی شي له اصفهان ،مشهد،تاشکند، عشق اباد،هند او اسلام اباد له ښارونو سره په صنعتي پرمختګ کې سالمه سیالي وکړي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم افغانستان دامهال پرمختګ کړی خو په تیرو ۲۰۰۰ کلونو کې دافغانستان دښارونو او کلیو ترمنځ ترټولو کمزورې اړیکې لاهم پرځای پاتې دي.

محمد اشرف غني ښاروالانو ته په خطاب کې وویل په دې حالت کې دبدلون د راوستو لپاره اړینه ده چې ښارونه له مصرفي حالته تولیدي حالت ته وګرزول شي.

جمهور ريیس وویل "یونوی نسل دافغانستان ګورم چې تاسي واقعا ښاري سیکټور ته وده ورکولی شی،ساختاري ستونزې اوس حل شوي اوس مدیریتي مسایل دی،دافغانستان دښارونو دپرمختګ مسئولیت ستاسو پرغاړه دی او زما بشپړ ملاتړ درسره دی."

داقتصادي چارو افغان شنونکي وايي افغانستان دامهال دسیمې د هیوادونو په کچه دښاروالۍ پرمختللۍ قانون لري خوپه بشپړه توګه د دې قانون نه پلي کیدل،اداري فساد،دښاروالیو په چارو کې د نورو ادارو لاس وهنه هغه ستونزې دي چې د هیواد د سترو ښارونو دصنعتي کیدو پرمخ یې ستونزې را ولاړې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG