لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د ماسکو غونډې افغان صدر اشرف غني یوازې کړو؟


د غونډې په وډیو او تصویرانو کې د طالبانو مشر مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی سره حامد کرزی اوږه په اوږه ولاړ لیدل کېږي
د غونډې په وډیو او تصویرانو کې د طالبانو مشر مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی سره حامد کرزی اوږه په اوږه ولاړ لیدل کېږي

په کال ٢٠١٧ کې د حکومت سره د مفاهمت په نتیجه کې افغان صدر اشرف غني د حزب اسلامي افغانستان مشر گلبدین حکمتیار ته د هرکلي دپاره سور قالین خپور کړو. دا هغه گلبدین و چې د ١٩٩٠ په لسیزه کې د هېواد کې د خانه جنگۍ په سر د "کابل د قصاب" په نوم یادېدو. گلبدین سره د سولې یو هدف دا گڼل کېدو چې طالبان به تنها شي. خو دغه تگلاره داسې ښکاري چې کامیابه نشوه.

اوس داسې ښکاري د روس په ملاتړ طالبانو د افغان صدر تگلاره د ناکامۍ سره مخامخ کړه.

په اسلام اباد کې د وایس اف امریکې خبریالې عایشه تنظیم دا هفته د افغانستان په موضوع په ماسکو کې شوې غونډې په اړه رپورټ کې د دغه غونډې تجزیه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې خاص استازي رچرډ اولسن ویلي د ماسکو د غونډې یوه نتیجه دا ده چې افغان حکومت یې تر څه حده پورې یوازې کړو.

رچرډ اولسن په ماسکو کې د افغانستان په موضوع دا هفته شوي غونډې په اړه خبرې کولې. په دغه غونډې کې د طالب استازو ترڅنگ تر ٥٠ پورې مخه ورو افغانانو او د مدني ټولنې غړو برخه واخیسته چې پکې د پخوانی صدر حامد کرزي هم و خو په ناسته کې د افغان حکومت استازي موجود نه وو.

د غونډې په وډیو او تصویرانو کې د طالبانو مشر مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی د حامد کرزي سره اوږه په اوږه ولاړ لیدل کېږي چې شا او خوا ورسره د صدر اشرف غني نور سیاسي مخالفین هم وي.

په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د نایب صدارت امیدوار او او د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح په یو ټویټ کې د غونډې گډون وال د "بې وقوفانو" په نوم یاد کړل او وې یې وویل د غونډې گډون وال دا مفکوره پخه کړه چې "مونږ د قبیلیو جالی یو او یو ریاست نه یو."

افغان حکومت ماسکو ته د طالبانو د تگ په سره ملگرو ملتونو ته د روس خلاف شکایت کړی دی ځکه چې د ماسکو ته تلونکو ځینو طالب مشرانو نومونه د ملگرو ملتونو په هغه فهرست کې دي چې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا پرې د سفر پابندي لگولې ده.

خو د ماسکو په غونډه کې شرکت کونکو ځینو تنانو د ناستې دفاع کړې ده.

د بلخ ولایت پخواني والي عطامحمد نور په واشنگټن پوسټ کې یو مضمون کې لیکلي د روس پروسه به د زلمي خلیلزاد مذاکرات نور مضبوط کړي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیزاد په قطر کې د طالبانو سره د خبرو څه دورې کړې دي او تیره میاشت د ورستۍ ناستې وروسته دواړو فریقینو په خبرو کې د پرمختگ نخښې څرگندې کړې دي. د دواړو طریفنو ترمنځ د خبرو د دې میاشت په ٢٥ مه نېټه ټاکل شوی دی.

طالبانو تر دا مهال د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

افغان سیاسي څېړونکی مشتاق رحیم وايي د مدني ټولنې فعالانو د ماسکو په غونډه کې د گډون والو خلاف سخت غبرگون ښودلی دی.


افغان خبریال سمیع یوسفزۍ چې د څو کلونو راهسې د افغانستان په موضوع خبرنگاري کوی وايي د ماسکو غونډې دې تاثر ته سخت زیان رسولی دی چې افغانستان د صدر اشرف غني په مشرۍ کې د طالبانو خلاف متحد ولاړ دی. هغه وویل د ماسکو غونډه د طالبانو دپاره گټه وره خو د صدر اشرف غني یې په نتیجه کې "یوازې" وښکارېدو.

روس د تېرو څو کلونو راهسې په افغانستان خپل نفوذ د زیاتولو کوښښونه کوي.

څېړونکي وايي روس ویره لري چې په افغانستان کې د داعش د موجودگۍ اثرات به د روس د مسلمانانو ابادۍ او د مرکزي ریاستونو ته ورسېږي.

د ماسکو د غونډې نه یوه ورځ وړاندې د روس خارجه وزیر سرگی لاو روو په امریکې الزام ولگولو چې په خفیه ډول د طالبانو سره مذاکراتو کوي او د افغانستان گاونډی هېوادونه یې په تیاره کې ساتلې دي. هغه وویل روس د داسې ډول بین الافغاني مذاکراتو خواهش لري چې افغان حکومت هم پکې شامل وي.

په واشنگټن کې د وېلسن سېنټر څېړونکی مایکل کوگلمېن وايي د ماسکو غونډه د روس دپاره د بین الافغاني مذاکراتو په لور یو گام دی. خو هغه زیاته کړه چې د افغان حکومت د شمولیت بغیر به د ماسکو پروسه د به د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو په ضد وي.

رچرډ اولسن د روس نیت ته د شک په نظر کتنه کوي او وايي لکه د طالبانو په رنگ د روس تر ټولو لوې هدف د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا ده.

په کابل کې د څېړنې ادارې افغانستان اېنلسټس نېټ ورک تومېډ روتېک هم وايي روسان د "تقسیم او د مداخلې" نه کار اخلي.

په ټېکنیکي توگه د ماسکو د غونډې انتظام په روس کې میشته د افغانستان یو تنظیم کړی و چې کاونسل اف افغان سوسایټي نومیږي.

د دې نه واړاندې روسي حکومت په ماسکو کې د افغانستان په موضوع غونډه کړې وه خو افغان حکومت پکې په دې سبب گډون وه نکړو چې طالبان استازو د افغان حکومت استازو سره د لېدو نه انکار کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG