لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ثبات او هوساینې کلۍ په پټرولیم او کانونه کې ده


ولسمشر محمد اشرف غني د جیولوجیستانو (ځمکه پیژندونکو) نړیوالې ورځې په مناسبت د کانونو (درنگونو) په کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د ثبات او هوساینې کلۍ یا چابي، په پټرولیم او درنگونو کې ده.

صدر غني په یاد شوي کنفرانس کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ جوړ شوی و، زیاته کړه چې افغانستان به هیڅ وخت په یوې ريښتنې هوساینې بدل نه شي ترهغې چې د کانونو د مدیریت ظرفیت په خپل لاس کې ونه نیول شي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان طبیعي وسایل د افغان ملت شتمني ده او باید د ټول قام او په ځانګړې توګه د فقراو بیوزلۍ د کچې د راکمولو په هدف ترې ګټه واخیستل شي.

دا چې د افغانستان د درنگونه په تیرو څلور نیمو کلونو کې ولې په ټیکه ورنه کړل شول، افغان صدر وویل لامل یې دا و چې دا ټیکې د عملي کیدو وړنه وې او د معدنونو قانون غټې ستونزې درلودې.

افغان مشر مگر زیاته کړه چې اوس مهال په دې قانون کې ۶۰ فیصده بدلون راغلی او د کانونو په قانون کې موجودې نمګړتیاوې هوارې شوي دي.

اشرف غني وايي دافغانستان طبعي زیرمو دسروې لپاره عملي اقداماتو ته اړتیا ده اویوازې د مصنوعي سپوږمکۍ یا سټلایټ په سروې باندې تکیه ونه شی.

ولسمشرزیاته کړه د کانونو (درنگونو) وزارت سره په تخنیکي چارو کې د نړیوالې ټولنې لخوا له شویو مرستو خوښ نه دی او په وینا یې له دې وزارت سره د نړیوالې ټولنې تخنیکي مرستې باید په څرګنده او واضحه توګه ترسره شي.

اشرف غني له پانګوالو (سرمایه کارانو) غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سرمایه کارۍ لپاره فرصتونه رامنځته شوي او کولای شي چې کرومایټ، مرمر او نورو قیمتي ډبرو د استخراج او پروسس لپاره په پرمختللي ټینګالوجۍ پانګونه وکړي.

ولسمشر وايی روان کال کې به دافغانستان صادراتو کچه له یو ملیارد ډالرو څخه لوړه وي او په راتلونکي۲۰۲۰ م کال کې به نړۍ اوسیمې هیوادونو ته د ۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري توکي برامد کړای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG