لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي هېوادونو سر مشریزه غونډه کې گډون دپاره صدر غني سعودي ته تللی


د اسلامي هېوادونو د تنظیم یوه غونډه تېر کال په ترکي کې وشوه
د اسلامي هېوادونو د تنظیم یوه غونډه تېر کال په ترکي کې وشوه

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ورځ داسلامي هیوادونو دهمکارۍ سازمان (او اي سي) ۱۴مه سرمشریزه غونډه کې دګډون په هدف دسعودي عربستان ته روان شو.

د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې ټاکل شوې ده چې صدر اشرف غني پریولړمهمو مسایلو داسلامي هیوادونو دهمکاریو د سازمان غونډې ته وینا وکړي.

نوموړي وویل داسلامي هیوادونو د سازمان سرمشریزې غونډې ته به ولسمشرپه اقتصادي همکاریو کې داسلامی هیوادونود رول، د ترهګرۍ او افراطیت پرضد د مبارزې او همداراز دسولې په پروسه کې داسلامی هیوادونود رول په تړاو وینا کوي.

دنړیوالو چارو څیړونکی شفیق همدرد دنړۍ او سیمې د اسلامي هیوادونو دستونزواوپه ځانګړي توګه دافغانستان دسولې په پروسه کې د اسلامي هیوادونو سازمان وغواړي مهم رول ترسره کولی شي.

نوموړي زیاته کړه له هغه وخت راهیسې چې داسلامي هیوادونو سازمان رامنځته شوی په دې سازمان کې دغړو هیوادنو دنظراختلافونو له امله د یوه اسلامي هیواد ستونزه د همدې سازمان په همکاري نه ختمه شوې.

همدرد زیاته کړه "که چیري اسلامي هیوادونه د نړۍ اوپه خاصه توګه دافغانستان لپاره یو واحد دریځ ولري پایلې به یې مثبتې وي اودهغوی همکاري په ریښتیاهم دافغانستان دسولې اوثبات لپاره ډیره اړینه ده."

خو همدرد وویل په مختلفو مسلو د اسلامي هېوادونو نظر خپله کې سره جلا جلا دی. "د دې سازمان فکرونه ویشل شوي دي خواوس هم ناوخته نه ده او کومې ستونزې چې په اسلامي هیوادونو کې روانې دي که یې پرضد د او ای سي سازمان یو لاس شي له منځه یې وړلی شي."

داسلامي هیوادنوپه سازمان کې دافغانستان او پاکستان په ګډون دنړۍ او سیمې ۵۷ هیوادونه شامل دي او دې هیوادونو مشران به دسعودي عربستان دمکې مکرمې په ښار کې په ۱۴ سرمشریزه ناسته کې برخه اخلی.

د دې سازمان د جوړیدو هدف داسلامی هیوادونو د ولسونو غږ وچتول، د اسلامي نړۍ دګټو ساتل اودسولې لپاره په نړیواله کچه کار کول دي خود سیاسي څیړونکوپه باور د او ای سي سازمان یوازې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې ننداره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG