لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غنيٍ:دافغانستان ثبات او امن دنړۍ او سیمې هیوادونو په ګته دی


افغان صدر اشرف غني، د امریکې د افغان امن استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهیل شاهین
افغان صدر اشرف غني، د امریکې د افغان امن استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهیل شاهین

دافغانستان جمهورريیس محمد اشرف غني ویلي د سیمې اونړۍ هیوادونه دې دافغان سولې د تضمین په چارو کې مرسته وکړي.

اشرف غني "جنګ بس دی" ترسرلیک لاندې دسولې لپاره دافغان ښځود ملي اجماع په غونډه کې وویل چې دافغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

نوموړي وویل دسولې په تضمین کې مرسته وکړی دافغانستان امن دټولې نړۍ او منطقې په ګټه دی اوافغانستان په تضاد کې نه دی او افغانستان همغږي اوهمکاري غواړي خودسولې دپروسې مالیکیت باید دافغانستان له مشروع حکومت سره وي.

اشرف غني زیاته کړه افغان ښځې طالبانو ته واضح پیغام لري او پروینا یې هغه د دی چې روانه جګړه اوافغان وژنه دې توجیح کړي چې دکوم هدف لپاره جګړه کوي اوپه خبره یې د جګړې د توجیح لامل شتون نه لري.

اشرف غني وايي که دافغان ولس وینه بښل کیږي باید په پایله کې یې تل پاتې سوله رامنځته شي اوافغان ښځې شاه ته تګ نه غواړي.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل دادافغانانو دملي اجماع برکت دی چې تاسي ته نړیواله ټولنه نظر کوي اما که خپلې ټولنې ته نظر ونه کړي نو سوله له چا سره کوی دوی له تاسو پوښتنې لري یوبل ته باید قناعت ورکړو او که یوبل ته وینه بښو په نتیجې کې باید تل پاتې سوله راشي او تل پاتې سوله باید تعریف شي.

اشرف غني وايي،باید یوبل وزغمو او په جګړه کې ټول ښکیلې اړخونه دافغانستان دمیرمنو نظریاتو ته درناوی وکړي.

دسولې لپاره دافغا ښځو ملي اجماع په غونډه کې یوشمیر میرمنو هم وینا وکړه او وې ویل چې سوله غواړي خو نه پرهرقیمت.

افغان ښځو ویلي دیوې داسې سولې ملاتړ کوي چې په تیرو ۱۷ کلونو کې دافغان میرمنو لاسته راوړنې او دهیواد دپرمختګ په هره برخه کې د فعالې ونډې ورکولو ضمانمت شوی وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG