لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد اشرف غني:د ترهګریزو پیښو عاملان به خپله سزا وویني


په میدان شهر کې د ملي امنیت ودانۍ د طالبانو د حملې وروسته
په میدان شهر کې د ملي امنیت ودانۍ د طالبانو د حملې وروسته

دافغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني په میدان وردګ ولایت کې دملي امینت په قطعې د ترهګریز برید وروسته دملي امنیت عمومي ریاست د رهبرۍ له مشرانو سره د غمشریکي پرمهال د دې ریاست له فعالیتونو ستاینه وکړه.

دارګ خبرپاڼه کې راغلي جمهور ريیس محمد اشرف غني دملي امنیت په ریاست کې ویلي وروستیو لسو میاشتو کې افغان څارګره اداره ښې لاسته راړونې لري او په خبره یې افغان ولس په دې ډاډه دی چې په ترهګریزو پیښو کې لاس درلوونکي کسان به سزا وویني.

اشرف غني ویلي دفغانستان لنډ مهال او اوږدمهاله ګټو دخوندي کولو لپاره دملي امنیت اداره لا پیاوړې کیږي او په دې اداره به هراړخیزه پانګونه دوام پیداکوي.

نوموړي ویلي افغانستان د ټولنې نړۍ دامنیت دخوندي ساتلو په لومړۍ کرښه کې دی اود همدې قربانیو په بدل کې له نړۍ سره پایداره اړیکې لرو.

محمد اشرف غي په داسې حال کې دملي امنیت دعمومي ریاست له رهبرۍ سره لیده کارته ترسره کړي چې دتیرې دوشنبې په سهارپه میدان وردګ ولایت کې دملي امنیت د قطعې په ودانۍ دطالبانو په برید کې لږ تر لږه ٣٨ تنان ووژل شو او گڼ شمېر نور زخمیان شول.

دمیدان وردګ ولایت کې دملي امنیت په قطعې دشوي برید مسئولیت وسله والو طالبانو منلی و

یاده دې وي چې دافغانستان دملي امنیت ریاست په یوې خبرپانه کې ویلي چې په میدان وردګو ولایت کې دملي امنیت په قطعې دشوي برید طرحه کوونکی دافغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

ملي امنیت ویلي افغان ځواکونو دغه عملیات تیره شپه په میدان وردګو ولایت کې ترسره کړي اود برید طرحه کوونکي سربیره ۷ تنه نور وسله وال هم په دې شویو عملیاتو کې وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG